د اروپا فوټبال جام سیالۍ دویم پړاو ته ورسېدې

د فرانسې په کوربتوب په ۱۵ م پړاو اروپا فوټبال جام سیالیو کې له ګډون کوونکو ۲۴ لوبډلو څخه ۱۶ لوبډلو وکړی شو، چې د دې جام دویم (پري کوارټرفاینل) پړاو ته لار پیدا کړي.

پرتګال، ایسلینډ، سلواکیا، شمالي ایرلینډ او ایرلینډ وروستۍ لوبډلې وې، چې په وروستیو بریاوو او ښو لوبو سره د روان جام دویم پړاو ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې ګډون کوونکو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې لوبې ترسره کړې، چې له لومړي ګروپ نه کوربه فرانسې او سویس، له دویم ګروپ نه ویلز او انګلستان، له دریم ګروپ نه جرمني او پولینډ ، له څلورم ګروپ څخه کروشیا او هسپانیې، له پنځم ګروپ نه ایطالیه، بلجیم او ایرلینډ او له شپږم ګروپ نه هنګري، ایسلینډ او پرتګال د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېدې.

دغه راز روسیه، اسټریا، ترکیه، چیک، سویډن، اوکراین، البانیا او رومانیا هغه هېوادونه وو، چې دویم پړاو ته له رسېدو پاتې شول.

د لومړي پړاو په وروستۍ لیګ سیالیو کې د پرتګال او هنګري فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ د کرېسټیانو رونالډو د ۲ ګولونو سره – سره په درې، درې ګولونو برابره پاې ته ورسېده.

په نورو سیالیو کې بیا ایرلینډ ۱ د ۰ ګول په وړاندې ایطالیي ته او بلجیم بیا په همدې پایلې سره سویډن فوټبال ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د اروپا ۱۵ م پړاو فوټبال جام سیالۍ د تېرو ۲ اونیو راهیسې د اروپا د ۲۴ مخکښو هېوادونو ترمنځ د فرانسې په ۱۰ ښارونو کې پیل شوي دي.

په دې سیالیو کې هسپانیه له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د دې سیالیو د اتلولۍ جام له ځان سره لري، خو المان بیا په ۱۱ اتلولیو سره د دې جام تر ټولو مخکښه فوټبال لوبډله ګڼل کېږي.

د اروپا په ۱۵ م پړاو فوټبال جام سیالیو کې البانیا، سلواکیا، ایسلینډ او ویلز فوټبال ملي لوبډلو د لومړي ځل له پاره د لوبېدو چانس ترلاسه کړی دی.

ټاکل شوې ده، په دویم پړاو سیالیو کې به د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته دلارې موندنې په موخه انګلستان له ایسلینډ، پرتګال له کروشیا، سویس له پولینډ، ویلز له شمالي ایرلینډ، هنګري له بلجیم، ایطالیه له هسپانیې، جرمني له سلواکیې او کوربه فرانسه له ایرلینډ فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبو ډګر ته وځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام