سلام وطندار ته داسې اسناد په لاس ورغلي، چې له مخې یې په کندوز کې د "افغانستان د ځوانانو تولنیزې عالي موسسې" په نوم یو نادولتي بنسټ د روږدو مېرمنو د درمنلې په نوم یو کلینیک جوړ کړی، چې مسلکي، لوستي او وړ ډاکتران په کې موجود نه دي او ټولې چارې یې یوازې د یوې کورنۍ له خوا پر مخ وړل کېږي.
د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې مدیریت په مکتوب کې راغلي، چې د دغه ۲۰ بستریز کلینیک هېڅ ډاکتر هم تحصیلي اسناد نه لري.
د ریاست مسوولین وايي، چې د کندوز د عامې روغتیا ریاست او د دې کلینیک د مسوولینو تر منځ د شوې هوکړې پر خلاف یوه قابله د کلینیک مشره ټاکل شوې ده.
همدا ډول د کلینیک د رییسې مور چې د ملاریا ټکنالوژیسته ده، د نرسې چارې پر مخ وړي.
په دې کلینیک کې د رییسې کورنۍ، مور، خور، ورور، ترور، د تره زامن یې د کلینیک په مالي او اداري برخو کې ګومارلي دي.
هغه اسناد چې سلام وطندار ته رسېدلي دي، په کې ښودل شوي چې دغه کلینیک د تېر کال د لیندۍ میاشتې له پیل راهیسې هېڅ بستري ناروغ نه لري او یوازې د نوم ثبتونې به کتاب کې د تنو مراجعه کوونکو نومونه ثبت شوي دي.
د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د "افغانستان د ځوانانو ټولنیزه عالي موسسه" هر کال له دوه میلیونو زیاتې افغانۍ د دغه کلینیک د لګښت له پاره د ملګرو ملتونو د جرمونو سازمان د نشه یي توکو (UNODC) له دفتر اخلي.
همدا ډول د هوکړې له مخې باید دغه ۲۰ بستریزه کلینیک په کلای زال ولسوالۍ کې جوړ شوی وای، خو اوس د کندوز ښار په یوې څنډې کې جوړ شوی دی.
د کندوز ولایتي شورا غړی اسدالله سادات وايي، چې د کلای زال خلکو په حق کې ظلم شوی دی او عامې روغتیا ریاست باید په دې اړه ځواب ورکړي.
خو په دې اړه د کندوز ولایت د عامې روغتیا رییس سعد مختار وايي، چې د کلېنیک د اوسني پرسونل په ګومارلو کې دغه ریاست هېڅ ډول ونډه نه لري او د دوی په فعالیتونو یې هم هېڅ ډول نظارت نه دی کړی.
مختار د کلینیک د ځای د بدلون په اړه وايي، چې د ناامنیو او وسله والو نښتو له امله د عامې روغتیا وزارت او د طرحې د پلي کوونکي بنسټ د هوکړې له مخې د کلینیک د جوړولو سیمې ته بدلون ورکړل شوی دی.
د دغه کلېنیک رییسې ناز بي بي له سلام وطندار سره په خبرو کې وايي، چې "دا په هېچا پورې اړه نه لري، چې زه څه کاره یم او څه کوم. تاسو له ډاکټرانو نه پیسې اخیستې دي او غواړۍ، چې ما بدنامه کړئ."
د سلام وطندار لاسته راغلي اسناد ښيي، چې پر نشه يي توکو د روږدو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون په «۱/۱۱/۱۳۹۴» تاریخ یو مکتوب د روږدو مېرمنو د ۲۰ بستریز امریت ته لېږل و او ترې غوښتي دي، چې ژر تر ژره دې خپل فعالیتونه ودروي.
خو د یاد مکتوب ۴ میاشتې کېږي، چې لېږل شوی دی او تر اوسه پورې دغه کلینیک خپل فعالیتونه جاري ساتلي دي.
سره له دې، چې د دې ستونزې په اړه د کندوز ولایت مقام هم په جریان کې دی، خو بیا هم په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.