ټاکل شوې ده سبا جمعه د (می ۱۳ مه) د کابل په سلیم کاروان کرکټ لوبغالي کې د رسنیو او ژورنالیستانو منتخبو کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبې ټورنامنټ پیل شي.
ددې ۱۵ اوریزه کرکټ سیالیو یوه مسوول واصل وصال سلام وطندار ته وویل، چې د رسنیو او ژورنالیستانو ترمنځ دغو سیالیو ته د "دوستۍ جام" نوم ورکړل شوی چې په "ټینس"بال ترسره کیږي او یوه اوونۍ به روانې وي.
د نوموړي په وینا، چې ټاکل شوې ده دغه سیالۍ سبا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ټولو ګډون کوونکو لوبډلو او میلمنو په شتون کې پرانیستل شي.
وصال زیاته کړه، چې یادې سیالۍ به سبا په ۲ لوبو سره پیل شي، چې په لومړۍ لوبه کې به سهار ۹ بجې ازادي راډیو لوبډله له افغان ژورنالیستانو کرکټ لوبډلې سره او په دویمه سیالۍ کې به ماسپښین ۲ بجې کابل میډیا لوبډله له سپین غر ژورنالیستانو کرکټ لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.
د رسنیو ترمینځ په لومړي پړاو کرکټ ټورنامنټ کې به ټولټال ۶ لوبډلې برخه ولري، چې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي او د یوې اوونۍ له پاره به د اتلولۍ سیالۍ ترسره کړي.
په لومړي ګروپ کې د افغانستان ژورنالیستانو لوبډله، ازادي راډيو او شمشاد نیټ ورک لوبډله، خو په دویم ګروپ کې بیا کابل میډیا، کلید ګروپ او سپین غر ژورنالیستانو کرکټ لوبډله ولوبیږي.
ویل کیږي، چې د رسنیو او ژورنالیستانو ترمینځ په دې سیالیو کې ټولو کابل میشته رسنیو لوبډلو ته د لوبیدو خبر ورکړل شوی وو، خو یواځې ۶ لوبډلو په سیالیو کې د لوبیدو پریکړه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اعلان شوي مهال ویش له مخې به دغه لومړی پړاو ټورنامنټ د روانې (می۲۰ مه) نیټه د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.
د سیالیو مسوولین وایي، چې پلان لري د رسنیو او ژورنالیستانو ټورنامنټ سیالۍ له دې وروسته هرکال په هیواد کې ترسره شي او تمه لري، چې په راتلونکې پړاونو ډیرې لوبډلې ولوبیږي.
په کابل کې د رسنیو او ژورنالیستانو ترمینځ د دوستۍ جام شل اوریزه کرکټ سیالیو خبر په داسې وخت کې ورکول کیږي، چې تیره میاشت د کابل د ژورنالستانو کرکټ لوبډلې په د ننګرهار ولایت په سراج العمارت لوبغالي کې د سیمه ییزې انعکاس راډيو کرکټ لوبډلې خلاف د کرکټ په یوه سیریز کې د اتلولۍ جام وګاټه.