لاریون کوونکي: د “ستایش” قاتل دې محاکمه شي

د کابل او هرات ولایتونو لسګونو اوسېدونکو د اعتراض په ډول، د ایران سفارت او د دغه هېواد د سرکونسلګرۍ مخې ته لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکو د ایران هېواد له عدليي او قضايي ادارو وغوښتل، چې د "ستایش قریشي" قاتل دې ونیسي او محاکمه دي یې کړي.

افغان ماشومه ستایش قریشي، شاوخوا دوه اونۍ مخکې د تهران ښار په ورامین ولسوالۍ کې د دوی د ګاونډي هلک له لوري وتښتول شوه.

دغه ماشومه شپږ کلنه وه او یرغملګر ایرانی ۱۷ کلن دی.

له تښتولو وروسته په دې ماشومې جنسي ترېری کېږي او وروسته په بې رحمانه ډول وژل کېږي؛ د دې له پاره چې د ستایش جسد ونه موندل شي، په وجود یې تېزاب شیندي.

دغو لاریون کوونکو اووه ماده ییز پرېکړه لیک ولوست، چې د ایران له حکومته په کې غوښتل شوي وو؛ د ستایش د وژل کېدو دوسیه دې په عدلي او قضايي بنسټونو کې تعقیب شي او په ایران کې دې د مېشتو افغان کډالو په مقابل کې د پردیو نه زغم کلتور له منځه یوسي.

لاریون کوونکو د بشرحقونو له نړیوال سازمانه وغوښتل، چې د افغان ماشومې ستایش د وژل کېدو له پاره ځانګړې دوسیه پرانیزي او د دې بې ګناه ماشومې وینه باید همداسې پاتې نه شي.

د هرات ښار د ښځو شبکې مسوولې فاطمې فراهي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ایران حکومت باید د دې پېښې عاملین ونیسي.

د ښځو حقونو ځېنو فعالانو خبرداری ورکړ، چې که افغان حکومت او د ایران حکومت د ستایش د قتل دوسیې په اړه بې غوري وکړي، خلک به ارامه نه شي او سړکونو او واټونو ته به راووځي.

د کابل ښار لاریون کوونکو هم له افغان دولته وغوښتل، چې د نړیوالو قوانینو سره سم دې د بهرنیو چار وزارت، د کډوالو چارو وزارت او د افغانستان د سفارت له لوري د ایران له حکومت سره خبرې وکړي او اجازه ور نه کړي، چې د ستایش وینه همداسې پاتې شي.

په ایران کې د ستایش د وژل کېدو خبر په افغانستان او ایران کې په ټولنیزو شبکو او همدا ډول په ځېنو نړیوالو غونډو کې په کلکه غندل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام