ایسا ادارې د کار او کسب د نوښت مرکز جوړ کړ

ایسا یا په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې چارواکي وايي، چې له دې وروسته به د کار او کسب د نوښت په دې مرکز کې ټول هغه نوښتونه ثبتیږي، چې ځوانان يې اختراع  کړي او د پانګونې له پاره به نندارې ته وړاندې کيږي.

د ایسا ادارې رییس محمد قربان حقجو نن دوشنبه( اپرېل۱۸مه) د دغه مرکز له پرانیستنې وروسته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د ټولو هغو نوښتونو ملاتړ کوي، چې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي.

قربان حقجو زیاتوي، چې د سږکال له پاره يې ۵ میلیونه افغانۍ بودیجه هم همدغې برخې ته ځانګړې کړې ده.

حقجو وویل، چې دا مرکز د نوښت ګرو ځوانانو له پاره یو ښه فرصت دی او په اقتصادي پرمختګ کې به ګټور تمام شي.

نوموړي زیاته کړه: " دا مرکز په افغانستان کې ټول تجارتي نوښتګر فکرونه ځان ته جذبوي، په لومړي پړاو کې ورسره مرسته کوي، چې فکر يې غني کړي بیا يې ثبتوي او خپروي يي، موږ به د دغه فکر پر تجارتي کولو کې ورسره مرسته وکړو ".

حقجو زیاته کړه، په افغانستان کې اوسمهال اقتصادي وضعیت له ډیرو ستونزو سره مخ دی او دولت باید د تولید پیاوړتیا له پاره له نوښتونو ملاتړ وکړي.

دغه راز، غونډې ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړېوالې کمېټې رییس اذرخش حافظي وویل، دولت د سوداګرۍ له پاره اساسي کرښې نه لري او په دې اړه باید کار وکړي.

هغه زیاته کړه: " اوسمهال زموږ بانکونه ۴ میلیارډه ډالر لري، خو دولت یوه پالیسي او پلان نه لري، چې خپلې پېسې څرنګه په ملي اقتصاد او لومړیتوبونو ولګوي".

د حافظي پر وینا، اوسمهال  په هېواد کې له زرو ډیرې  فابریکې یا سقوط شوي او یا هم مخ پر سقوط دي.

د ایسا ادارې د مالوماتو له مخې په افغانستان کې هرکال له ۴ تر ۵ زرو کاریګر د کار بازار ته وړاندې کیږي، خو د کاري زمینې نشتوالي له امله دغه ځوانان اوزګار پاتې کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام