
د کندوز د امنیتي حالاتو په اړه وروستي راپورونه وايي، چې په دې ولایت کې خلک د امنیتي حالت په اړه سخت اندېښمن دي او برعکس امنیتي چارواکي بیا خلکو ته له هر ډول اندېښنې پرته په دغه ولایت کې د ژوند کولو ډاډ ورکوي.
د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې له امنیتي حالته اندېښمن دي.
د کندوز ځېنې اوسېدونکي او د دې ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د وسله والو طالبانو یرغلیز برید د خلکو پر کاروبارونو خورا منفي اغېز کړی.
په ورته وخت کې د کندوز والي کندوز مېشتو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي حالت د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی او د وسله والو د تصفیې په پار جدي پوځي عملیات پلي شي.
د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ډله ییزو بریدونو خلک اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، چې په ښار کې دننه د ډزو غږونه نه اورېدل کېږي، خو روان حالت د خلکو روهي ارامي له منځه وړې ده او په ښار کې یې دوکانونه تړلي دي.
د مدثر په نوم د دې ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: "په ښار کې درملتون لرم، په دې ورځو کې جنګي حالت ښه دی، دولت پرمختګ کړی، خو کارو بار سست شوی دی، خلک ارام نه دي."
د خالد په نوم بل اوسېدونکی وايي، چې په ښار کې ۷۰ سلنه دوکانونه تړل شوي دي او ځېنې اوسېدونکي بیا بېخي کډه کولو ته اړ شوي دي.
له بل لوري د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر سعدمختار وايي، چې په تېرو دوو ورځو نښتو کې د کندوز له ښار او ولسوالیو نه د دغه ولایت سیمه ییز روغتون ته ۱۰۶ ټپیان او ۶ مړي وروړل شوي دي.
دی وايي، چې په ټپیانو او وژل شویو کې زیات شمېر ولسي خلک دي.

د یاد روغتون رییس زیاتوي: "په تېرو دوو ورځو کې ۱۰۹ تنه ټپیان او ۶ تنه شهیدان د کندوز سیمه ییز روغتون ته راوړل شوي دي."
په ورته وخت کې د کندوز ولایتي شورا غړی محمد یوسف ایوبي په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د کندوز ولایت امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.
هغه د امنیتي ځواکونو پر دفاعي دریځ د نيوکې ترڅنګ وویل، چې دوی باید نور له دفاعي حالته ووځي.
د معلوماتو پر بنسټ همدا اوس په کلای زال، امام صاحب، خان اباد، دشت ارچي، چهارده او د کندوز په چرخاب او الچین کې نښتې روانې دي.
خو له بل لوري بیا نن ورځ د کندوز والي اسدالله عمرخېل او د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ په کندوز ښار کې دننه شاوخوا یو نیم ساعت پلي وګرځېدل.
د کندوز والي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ولایت به بیاځلي سقوط و نه کړي.





