د افغانستان د حراست او ثبات شورا خبرداری ورکوي، که د ټاکل شوي ۲۰۱۶ م ز کال ۲۱ سپټمبر، چې د ۱۳۹۵ م لمریز کال د وږي میاشتې له ۳۰ مې نېټې سره برابره ده، د دوو رهبرانو ترمنځ سیاسي هوکړه لیک عملي نه شي، نو حکومت به د دوی له غبرګون سره مخ شي.
د دغې شورا ویاند مسعود ترشتوال نن چهارشنبه( اپرېل ۱۳مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې دولت باید د سیاسي هوکړه لیک پر بنسټ د ټاکلي مهال سره سم لویه جرګه دایره کړي او ریاستي نظام په صدارتي بدله کړي.
همدارنګه، نوموړي دا هم وویل، چې په اساسي قانون کې تعدیل هم د سیاسي هوکړه لیک یوه برخه جوړوي.
ترشتوال افغانستان ته امریکا متحده ایالاتو د باندینو چارو وزیر د سفر په اړه وايي، چې نړېواله ټولنه او د امریکا متحده ایالات باید پر افغانستان نظارتي رول ولوبوي او نه باید د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د متحده ایالاتو د باندینو چارو وزیر جان کري څلور ورځې وړاندې (۲۱ وري/ اپرېل ۹مه) د امنیتي تړون د عملي کولو ګډ کمېسیون په ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی و او د همغې ورځې په ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني سره د يوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د ملي وحدت حکومت عمر دوه کاله نه دی.
هغه زیاته کړه، ترڅو چې د ولسمشر اشرف غني د حکومت موده پای ته رسیږي دغه حکومت به هم دوام لري.
د حراست شورا ویاند له حزب اسلامي سره د خبرو اترو په اړه وویل، که د افغان حکومت او حزب اسلامي غړو په خبرو اترو کې د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان ۱۰ کلنې لاسته راوړنې په پام کې ونیول شي، نو دوی د دغو خبرو اترو هرکلی کوي.
حکمتیار ۱۵ کاله د طالباني نظام وروسته د حکومت نسکورولو او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پر ضد و جنګېد، خو اوس د حکمتیار په وینا د افغانستان د ملي ګټو په خاطر د خپلو دغو شرطونو څخه تېر شوی او غواړي له افغان حکومت سره سوله وکړي.