
د افغانستان له هرات ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې د یاد ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو خپلمنځي جګړو له امله له ۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او یا يې سرونه پرې شوي دي.
د هرات ځينې قومي مشران او د دغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه، چې د ملاننګيالي او ملا صمد ترمنځ نښته وشوه او ملا ننګیالی په کې شکست وخوړ، نو د ملا صمد پلویانو د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کړي او له ۸۰ زیاتو وګړي يې په ډزو ویشتلي دي.
په همدې حال کې د هرات سیمه ییز چارواکي په یاد ولایت کې وسله وال طالبان د جنګي جنایت په کولو تورن کړ، چې دوی په شینډنډ ولسوالۍ کې ملکي خلک په ډزو وژلي دي.

په شینډنډ کې قومي مشر او د هرات ولایتي شورا پخواني غړي تور محمد ظریفي سلام وطندارته وویل، وروسته له هغه چې په نښته کې د ملا صمد ډلي د طالب قوماندان ملا ننګیالي پلویانو ته ماته ورکړه، مخ پټو وسله والو له تورو بیرغونو سره چې پروینا يې د ملاصمد پلویان دي د دې سیمي له ۸۰ زیات کسان چاندماري او یا يې هم سرونه ترې پرې کړل.
د ظریفي پروینا، د طالبانو په دې خپل منځي نښته کې لسګونه کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او یاهم هرات ښار ته کډوالې شوي.
هغه وايي، چې د ځينو کورونو ته اور هم ورته شوی دی، په سړکونو کې ماینونه ښخ شوي او په بشپړه توګه جګړه ییز حالت په کې حاکم دی.
په همدې حال کې د هرات ولایت د عامه اړیکو مسول جیلاني فرهاد وایي، تراوسه په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې شمېر نه دی روښانه، خو د سراووښتي زیان مالومولو له پاره دې ولسوالۍ ته پلاوی استول شوی دی.

فرهاد زیاته کړې په شینډنډ ولسوالۍ کې د پنجشنبې ورځ د جنایتونو مخنیوي او له وسله والو طالبانو د سیمې پاکولو په موخه افغان امنیتي ځواکونو عملیات پيل کړي دي.
د نوموړي په وینا، ګډو امنتي ځواکونو د عزم په نوم په شینډنډ ولسوالۍ کې عملیات پيل کړي دي، چې په دغو عملیاتو کې ۴۱ بهرني او کورني ترهګر وژل شوي، ۵۰ نور ټپيان دي او د هرات سیمه ییزه اداره په له پسې له زیانمنو ملکي وګړو سره پر بشري مرستو کې لګیا ده.
یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو د ملامنصور په پلوي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملاننګیالي او ملا صمد پلویانو ترمنځ جګړې د تېرې اونۍ له دوشنبې راهیسې پیل او تېره شپه دواړو لورو ته د ۲۰۰ وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسیدې.
د یادونې ده وړه ده، چې ملاننګیالی د ملا رسول او ملاصمد د ملا اخترمحمد منصور پلوی دی.





