د کابل او اسلام اباد پوځي چارواکیو د ترهګرو په اړه مخامخ خبرې وکړې

د ملي دفاع وزارت د تندر قول اردو قوماندان جنرال شریف یفتلي سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي، چې د دتېرې شنبې (د جنوري ۳۰مه) په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی و.

یفتلي وویل، چې په دې سفر کې یې د پېښور د ۱۱ نمبر قول اردو له قوماندان سره د کرښې دواړو خواوو ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې کولو په اړه خبرې وکړې.

د تندر قول اردو قوماندان وايي، چې د باور فضا په رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ په دې هم بحث وشو، چې د دواړو هېوادونو پوځ باید د ترهګرۍ پر وړاندې بریالۍ مبارزه وکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان هېواد د ۱۱ نمبر قول اردو قوماندان ویلي دي، چې ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دوښمن دي.

دغه پاکستاني جنرال همدا ډول ویلي دي،هر هغه وسله واله ډله چې د افغان سولې له پروسې سره نه یوځای کېږي، د کرښې په دواړو خواوو کې د دغو هېوادونو د پوځ له لوري به د ګډ دښمن په سترګه کتل کېږي او له منځه به یې وړي.

په دې مخامخ لیدنه کې یفتلي ویلي دي، چې سرحدي جزتامونه، باید له یوبل سره مخامخ اړیکې ولري او د ستونزو د لرلې کولو پر مهال باید هغمږي را منځته شي.

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا لیکوال او ژورنالیست رحیم الله یوسفزي هم سلام طندار ته وویل، چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر له خوا د دې ناستې په اړه یو اعلامیه هم خپره شوې وه.

دی وايي، چې په دې اعلامیه کې راغلي دي، دواړه لوري به یو له بل سره د ترهګرو په وړاندې د مبارزې په موخه د اړتیا پر مهال کولی شي اړیکې ونیسي.

یوسفزي زیاته کړه، چې په اعلامیه کې په دې ټیګار شوی و، چې د ترهګرو پر وړاندې د کرښې  اخوا د پاکستان پوځ او دې غاړه د افغانستان پوځ مبارزه وکړي او ترهګر له منځ یوسي.

یوسفزي وویل، سره له دې چې په دې غونډه کې د ترهګرو سره د مبازې پر سر خبره شوې، خو تر اوسه پورې د پاکستان له لوري عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

د افغانستان او پاکستان د قول اردو قوماندان په داسې حال کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه مخامخ خبرې کوي، چې د اوسني حکومت په رامنځته کېدو له سره د افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ د حامد کرزي د حکومت اړیکو نوی رنګ خپل کړ او ددې اړیکو څرنګوالی د وسله والو ډلو په خلاف د مبارزې د څرنګوالي پورې تړلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام