د سختو واورو ورېدو له امله د غور د ۹ ولسواليو لارې بندې شوي

د غور ولایت د بیړنیو پېښو د کمیټې رییس حمیدالله دادفر سلام وطندار ته وویل، چې  په دې ورستیو څو ورځو کې د واورو وریدو له امله د غور د ۹ ولسوالیو لارې له مرکز سره، او د غور – کابل لویه لاره تړل شوې ده.

د راپورونو له مخې دا مهال یواځې د دولتیار ولسوالۍ لاره له مرکز فیروز کوه سره پرانیستې ده.

د دافر په وینا، غور ولایت د بیړنیو پېښو کمیټه په طبیعي پېښو کې له زیانمنو کسانو سره د مرستو له پاره ډیر کم امکانات په واک کې لري.

دی وايي، که چېرې سترې طبیعې پیښې را منځ ته شي، نو دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.

نوموړي خبرداری ور کړ، که د طبیعي پیښو له رامنځته کېدو مخکې حکومت او مرستندویه ټولنې  دغه ولایت ته مرستې و نه رسوي، نوانساني ناورین به رامنځته شي.

دغور د بېړنیو پېښو د کمېټې رییس وایي، ددې ولایت په غرونو کې ټول نباتي بوټې له منځه تللي، چې له امله یې د واورې ښویدنې، زلزلې او سیلابونو امکانات موجود دي.

ده  د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، مخکې له دې، چې د غور ټولې لارې بندې شي دغه ولایت ته مرستې باید ورسوي.

په همدې حال کې د غور والي غلام ناصرخاضع  سلام وطندار سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د احتمالی طبیعي پیښو پرمهال له زیانمنو سره د مرستو له پاره څه نه لري.

هغه زیاته کړه، چې د دې ولایت  له ۶۰ سلنې زیات وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د غور والي د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي مخکې له دې، چې  کومه طبیعي پیښه رامنځته شي دغه ولایت ته دې مرستې ورسوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام