شهزاد محمدي د کرکټ نړۍ له ټولو لوبغاړو مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ کیپر، بیټسمین شهزاد محمدي نه یواځې د افغانستان په کچه؛ بلکې په نړیواله کچه مخکښه منډه جوړونکی شو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، شهزاد د دې کارنامې په خپلولو سره نه یواځې افغان، بلکې د برینډن مکولم، ای بی ډی ویلیرز اوکریس ګیل په څیر د ټیسټ او دویمې درجې مخکښه کرکټ لوبغاړي شاته پریښي.
ویل کیږي چې شهزاد محمدي په روان ۲۰۱۵ م کال کې له نورو ټولو نړیوالو لوبغاړو زیاتې ۲۹۷ منډې جوړې کړي دي.
ددې کارنامې له پاره افغان لوبغاړي د سویلي افریقې کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو کپتان (فف ډوپلیسیس) او د زمبابوې کرکټ ملي لوبدلې تکړه چپ لاسې بیټسمین ( سین ویلیمس) شاته پریښوده.
شهزاد محمدي روان کال په ۱۱ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې دافغانستان له پاره لوبې کړې دي، چې د ۷۵ زیاتو منډو په مټ یې ټولټال په ۲۷ منډو اوسط سره د ۳۱ څلوریزو او ۱۵ شپږیزو په مټ د ۱۹۰ بالونو په لوبولو سره دغه منډې جوړې کړې دي.
شهزاد محمدي روان کال په ترسره شویو ۱۱ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۳ نیمه سلیزې جوړې کړې دي چې ۲ ځلې بغیر له کومې منډې هم سوځیدلی دی.
دغه راز شهزاد محمدي روان کال په زیاتو شپږیزو او زیاتو څلوریزو سره هم د کرکټ نړۍ ټول مخکښه کرکټران شاته پریښي دي.
شهزاد محمدي دغه راز د عمان خلاف نړیواله شل اوریزه لوبه کې د ویکټ ساتوونکي په توګه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول چې په دې سره یې ایډم ګلګرسټ ، میټ پرایر، کامران اکمل او نیل اوبراین په څیر مشهوره ویکت ساتوونکي هم شاته پریښوده.


دغه راز روان ۲۰۱۵ م کال کې دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه د نړیوالو شل اوریزه لوبو په مخکښه منډه جوړونکو کې دافغانستان لخوا دویم مقام کپتان اصغرستانکزی لري چې ۲۲۷ منډې لري چې ورپسې په ۲۱۱ منډو سمیع الله شینواری ، په ۱۷۲ منډو نجیب الله ځدران ، په ۱۶۶ منډو نوروزمنګل ، په ۱۶۵ منډو محمد نبي عیسی خیل ، په ۱۶۲ منډو عثمان غني او په ۱۱۷ منډو شفیق الله شفق روان کال دافغانستان له پاره په مخکښه منډه جوړونکو لوبغاړو کې شامل دي.
دغه راز روان کال په غوره شل اوریزه لوبو بالرانو ډله کې د افغانستان لخوا دولت ځدران په ۱۳ ویکټو لومړی خو په نړیواله کچه بیا پنځم مقام لري چې ورپسې میرویس اشرف او نبي عیسی خیل اته اته ، حمید حسن په ۷، او روانه میاشت د افغانستان له پاره نړیوال کرکټ پیلونکی روښان بارکزی بیا په ۶ ویکټو مخکښه بالر دی.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام