د کډالو چارو وزارت: پاکستان باید د کډوالۍ موضوع ته سياسي رنګ ور نه کړي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وایي، چې پاکستان باید د کډوالۍ مسله له سیاست څخه وباسي او په هغه هېواد کې افغان ګډوالو ته د استوګنې زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلا کار حفیظ احمد میاخېل وویل، چې د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر اېستلو خبرې نه دې شوي، بلکې د کډوالو استوګنې او اسانتیاوو  برابرولو په اړه بحثونه شوي دي.

د راپورونو له مخې پاکستان وايي، چې یو نیم میلیون افغان کډوال به له پاکستان څخه وباسي، خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلا کار حفیظ په دې اړه بې خبرې څرګنده کړه.

میاخېل زیاتوي، چې درې میاشتې وړاندې کابل ته د پاکستان حکومتي پلاوي په سفر کې له افغان حکومت سره دوه مهم هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

لومړی لاسلیک شوی هوکړه لیک په پاکستان کې" د ۱،۵ میلیونو افغان کډوالو د مېشته کېدو قانوني موده چې په ۲۰۱۵ کال وروستیو کې پای ته رسیږي او تر ۲۰۱۷ ز کال پورې به تمدید کړي.                    

نوموړي له سلام وطندار سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د پاکستان د قبایلو چارو وزیر د افغان کډوالو د مېشته کېدو قانوني نېټې غځېدو موضوع د پاکستان کابینې ته وړاندې کړې ده، چې د پرېکړې سره سم به دغه کار رسمي پيل شي.

ده وویل، چې دویمه هوکړه یې د یو میلیون څخه د زیاتو نا قانونه افغان کډوالو د قانوني کېدو په اړه لاسلیک کړی، چې پر وینایې د دې کار د پيل له پاره افغان حکومت سل کسیز پلاوی چمتوکړی ترڅو دا بهیر له نږدې وڅاري.

بل خوا په کابل د پاکستان سفارت وایي، چې درې میلیونو پورې افغان کډوال پاکستان کې ژوند کوي او د دې شمېر څخه شاوخوا نیمايي د استوګنې قانوني اسناد لري.

کابل کې د پاکستان سفیر اختر منیر سلام وطندار سره د مرکې پر مهال وویل، چې پاکستان اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دی او غواړي چې ټول افغان کډوال افغانستان ته ور ستانه کړي.

منیر زیاته کړه، چې افغانستان ته د ګډوالو راستنېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

سفیر وویل، پاکستان کې اوسمهال د افغان کډوالو پنځه سوه زره ماشومان ښوونځيو ته ځي او ترڅنګ یې دوی په نورو برخو کې هم د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.

د راپورونو پربنسټ اوس مهال په ایران کې هم یو میلیون افغان کډوال د استوګنې قانوني اسناد لري او شاوخوا یومیلیون نور یې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر څه موده مخکې ویلي و، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو ګډوالو ته به په خپل ولایت کې یو نمره ځمکه ورکول کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام