د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دغې جرګې ځېني وکیلان پر فساد تورن کړل او ویې ویل، چې ځېني وزیران استيضاح کوي او استجوابوي، خو په جرګه کې له بحث وروسته د استیضاح او استجواب پایله هیڅ وي.
د ولسي جرګې غړي او د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي د وکیلانو د دې ډول چلند په اړه وویل، دا د دې ښکارندويي کوي، چې ځېني وکیلان له وزیرانو پيسې اخلي او د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د استيضاح او استجواب پر وخت چوپه خوله پاتې کيږي.
د ایوبي له دې خبرې سره په ولسي جرګه کې د یو شمېر وکیلانو له خوا شور جوړ شو او د دې څرګندونو پر وړاندې یې غبرګون وښود.
دوی ویل، په دا ډول خبرو سره ټول وکیلان بدنامېږي.
د ولسي جرګې غړي حفیظ الله منصور وویل، چې په وار وار پر وکیلانو داسې تورنه لګېدلي دي، خو نومونه یې نه دي رسوا شوي.
ده وړانديز وکړ، چې عبدالرحیم ایوبي دې له اسنادو سره پر فساد د تورونو وکیلانو نومونه افشا کړي.
خو ایوبي زیاته کړه، چمتو دی، چې په راتلونکې غونډه کې په قران کریم لاس کېږدي او پر فساد د ککړو وکیلانو نومونه واخلي.
ده وویل، ما داسې وکیلان په خپلو سترګو لیدلي، چې پيسې یې اخیستې دي.
له دې وړاندې هم څو ځلې د ولسي جرګې یو شمېر غړو ځېنې وکیلان پر فساد تورن کړي وو او ویلي یې وو، چې د وزیرانو د استيضاح پر وخت له هغوی امتیازات اخلي.
د ولسي جرګې مشر او وکیلانو غوښتنه وکړه، چې ایوبي دې راتلونکې غونډې ته له اسنادو سره راشي او پر فساد د تورنو وکیلانو نومونه دې په ډاکه کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وویل، له ثبوتونو وروسته ولسي جرګه د فاسدو وکیلانو په اړه به پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د یو شمېر وکیلانو له خوا داسې اندېښنې په ډاګه شوې وې، چې ځېنې وکیلان معاملې کوي او ځېنو دولتي چارواکو هم تورونه پورې کړي وو، چې ځېنې وکیلان پرې فشار واردوي چې کارونه یې وکړي.
د لومړي ځل له پاره د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال د استجواب پر وخت په ولسي جرګه کې د ځېنو وکیلانو نومونه په ډاګه کړل، چې له ده یې د ځېنو ناقانونه کارونه غوښتنه کړې وه.