د افغانستان د پانګونې نه د ملاتړ ادارې مشر قربان علي حقجو وایي، تر هغې چې حکومت له کوچنیو پانګونو نه ملاتړ ونه شي؛ افغانستان اقتصادي پرمختګ نه شي کولی.
حقجو چې نن چهارشنبې د (سپټمبر په ۱۶مه) په کابل کې د کوچنیو او منځنیو پانګونو په لومړۍ علمي غونډه کې خبرې کولې؛ وویل، چې په افغانستان کې له پخوا نه تر اوسه پورې کوچنیو پانګونو ته چندانې پاملرنه نه ده کړې.
د ایسا ادارې د مشر په خبره، همدا اوس د افغانستان ۹۰سلنه صادرات د کوچنیو پانګونو له خوا برابرېږي.
هغه وايي، چې د اقتصادي پرمختګ او کوچنیو پانګونوله پاره باید پانګوالو ته د معلوماتي ټېکنالوژۍ او مارکېټ اسانتیاوې برابرې او ماليه ور وبښل شي.
حقجو زیاته کړه، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به په لومړي ځل د پانګوالو د پرمختګ له پاره یوه مناسبه تګلاره جوړه شي، چې د دغې تکلارې اصلي موخه به د کوچنیو او منځنیو پانګونو طرحه کول وي.
د دغې غونډې ګډونوال او کابل پوهنتون استاد حمیدالله فاروقي وویل، چې کوچنۍ پانګونې د اقتصادي شاخصونو په تامین کې مثبت رول لري.
فاروقي زیاتوي، چې د نړۍ د هېوادونو ۳۰ سلنه صادرات د کوچنیو او منځنیو پانګونو له خوا برابرېږي، چې په واقعیت کې د اقتصادي پرمختګ څرخ بلل کېږي.
د فاروقي په باور، د کوچنیو پانګونو پر مخ کې د پرتو ستونزو د له منځه وړلو له پاره باید ظرفیتونه پرمختګ وکړي او پانګوال مالي سرچینو ته لاس رسی پیدا کړي.
همدارنګه په دغه غونډه کې یو شمېر اقتصادي کارپوهانو وغوښتل، چې پر بانکي قوانیونو او طبیعي سرچینو باید له سره کتنه وکړي.
په دغه غونډه کې حکومت ته د اقتصادي پرمختګ په مخ کې د پرتو خنډونو او د هغو په اړه وړاندیزونه واورول شول.