زمبابوی ومنله چې د افغانستان او ایرلینډ کوربتوب به وکړي

د زمبابوي کرکټ بورډ اخر هم د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو د کوربتوب څخه پرده پورته کړه.

د یاد هیواد کرکټ بورډ په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د افغانستان ایرلینډ او کوربه زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ به درې اړخیزه د یو ورځنیو لوبو سیریزترسره شي.

ویل کیږي چې د غه سیریز به د روان کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

د زمبابوي کرکټ بورډ له خوا افغان کرکټ ملي لوبډلې سره دافغانستان کرکټ بورډ د چارواکو لخوا د هغو ۲ شل اوریزه نړیوالو لوبو پخلي هم کړی دی چې تیره اونۍ یې افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی و.

د زمبابوي کرکټ بورډ بیا د روان کال په ‌ډسمبرمیاشت کې د افغانستان په کوربتوب په عربي اماراتو کې د ۵ پنځوس اوریزه او ۲ شل اوریزه لوبو په اړه هم خوله پرانیستې.

د زمبابوې کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې ممکنه ده دغه سیالۍ هم دافغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه د عربي اماراتو په (شارجه) کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د تیرو ۵ کلونو راپدیخوا افغانستان د خپل کوربتوب ټولې نړیوالې سیالۍ په (شارجه) کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کوي.

دیادونې وړ ده چې د ۵ یو ورځنیو او ۲ شل اوریزه لوبو ټول مصارف دافغانستان کرکټ بورډ په غاړه دي چې د کرکټ ملي لوبډلې ملاتړې (سپانسر) الکوزي شرکت دغه مصارف ورکوي.

ویل کیږي چې دافغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د روان کال په ډسمبرمیاشت کې د افغانستان په کوربتوب دغه بشپړ د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو سیریزترسره شي؛ نو دا به د دويمې درجې هیوادونو په کتار کې لومړی ځل وي چې افغانستان په خپل مصرف د یوې ټیسټ لوبډلې کوربتوب کوي.

دغه راز دافغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي بیا په خپله فیسبوک پاڼه کې کرکټ مینه والو ته زیری او ډاډ ورکړی دی، چې له زمبابوي کرکټ ملي لوبډلې سره به کیدونکې ټولې سیالۍ د کرکټ لوبې نړیوال (ټین کرکټ) تلویزون په پرده کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام