د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور د هېواد په شمال کې د طالبانو پر خلاف ایتلاف جوړ کړی دی.
د دغو عملیاتو موخه د هېواد په شمال کې د طالبانو له منځه وړل دي.
د جنرال دوستم نېږدې ملګری او د ولسي جرګې غړی عنایت الله بابر فرهمند سلام وطندار ته وویل، جنرال دوستم له ولسمشر سره له همغږۍ او د امنیت شورا له فوق العاده ناستې وروسته د یو نظامي پلاوي په مشرۍ چې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت څخه جوړه شوې ده، د هېواد شمال ته تللی دی.
فرهمند زیاته کړه، چې د دې سفر موخه د هېواد په شمال کې د طالبانو خلاف د لویو نظامي عملیاتو پیلول دي.
ټاکل شوې ده، چې دغه عملیات به تر راتلونکو دوو ورځو پورې پیل شي.
د یادونې وړه ده، چې په یادو عملیاتو کې د ملي ادرو، ملي امنیت او ملي پولیسو لوړپوړي چارواکي ګډون ولري.
فرهمند همداراز وویل، چې جنرال دوستم په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د حکومت مخالفو وسله والو ته مهلت ورکړی، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
خو په ورته وخت کې د جنرال دوستم او عطاء محمد نور پر ګډ ایتلاف یو شمېر خلکو نیوکې کړي او دواړه یې په ملیشه جوړونې تورن کړي دي.
د ملي اردو پخواني ډګروال عبدالغفار ګردیزي سلام وطندار ته وویل، که د دوی موخه د ملیشو رامنځته کول وي؛ نو په راتلونکي کې به ستونزې را منځته کړي.
خو نوموړي زیاته کړه، که دغه عملیات له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ وشي؛ ښې پایلې به ولري.
ګردیزي وویل، چې په ټول هېواد کې طالبانو خپلو بریدونه زیات کړي دي او خلکو ته په کار ده، چې د امنیتي ځواکونو په خوا کې و درېږي.





