د افغانستان له پاره نړېوال ټاکنیز پړاو ټورنامنټ پای ته ورسېد

افغان کرکټ ملي لوبډلې د تیرو کلونو برعکس د خپل کرکټ په تاریخ کې دلومړي ځل له پاره په ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کې سیمي فاینل او فاینل ته په رسېدو کې پاتې راغله.

د افغانستان له پاره د تجربه کاره اوپنر لوبغاړي نوروزمنګل نیمه سلیزه ۵۳ منډې او ۲ بهترینه کیچونه هم په اوبو لاهو شول.

د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ، په سیالۍ کې افغان لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لومړی بیټینګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

افغان کرکټ ملي لوبډلې و نه کړی شو، چې د خپلو ۱۶۱ منډو څخه دفاع وکړي او په ۵ ویکټو یې له هانګ کانګ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

په وروستي اور کې د دفاع له پاره ۱۷ منډې پکار وې، چې د هانګ کانګ لوبغاړو له خوا په وروستي بال ترلاسه شوې.

د افغانستان له پاره د روان نړېوال جام ټاکنیزپړاو ټورنامنټ پاي ته ورسید، بل پړاو ته د رسیدو چانس نه لري، او اوس به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له (پي، این، جي) لوبډلې سره نړېوال جام سیالیو ته د رسېدو وروستۍ بخت ازمایي.

که افغانستان (پي، این، جي) کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو د پنځم مقام لرونکې لوبډلې په توګه به د څلورم ځل له پاره د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ م ز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان ۳ ځله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام په ټاکنیز پړاو کې برخه اخیستې وه او تر فاینل پورې رسیدلې وه.

 

افغانستان په ۲۰۱۰ م ز کال کې نشتوامکاناتو سره سره ددې سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي وو، خو د امکاناتو په زیاتو او تجربو سره سره افغانستان په ۲۰۱۲ م ز او  ۲۰۱۴ م ز کلونو کې ترفاینله ورسېده، خو ایرلینډۍ ته یې اتلولۍ وبایللې او دویم مقامونه یې ګټلي وو.

د کرکټ کارپوهان وایي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله نننۍ سیالۍ د خپل بې کاره فیلډینګ او وروستي بالینګ له کبله وبایلله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام