ولسې جرګې د پېسو سپینولو قانون کې د تعدیل طرحه رد کړه

د ولسي جرګې غړي وايي، چې د پېسو سپینولو قانون طرحې د څلورمې مادې پنځم بند سره سخت مخالف دي او نه باید دغه بند د حکومت له لوري تعدیل شي.

د دې جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د مالي او بوديجوي چارو د کمېسیون له خوا پېسو سپینولو او له جرمنو څخه د راپېدا شویوعوایدو د مخنیوي د قانون د طرحې د څلورمې مادې د پنځم بند د تعدیل غوښتنه، چې د حکومت له خوا مخکې ولسي جرګې څخه شوې وه غونډې ته وړاندې شوه، چې د ولسي جرګې د ځينو غړو سخت غبرګونونه يې له ځانه سره لرل.

پېسو سپینولو قانون په ۲۰۱۴ م زېږدیز کال د جون په ۱۶ مه نېټه د ولسي جرګې غړو له لوري په اکثریتو رایو تصویب شو.

مخکې له دې ولسي جرګې د قانون دغه طرحه حکومت ته استولی وه او د حکومت له لوري په کې ځينې تعدیلات هم راوستل شوي وو، چې د دغه قانون په تعديلاتو کې د څلورمې مادې پنځم بند هم شامل وو.

د دغه قانون د څلورمې مادې په پنځم بند کې راغلي، چې ټول منقول او غېر منقول اموال د ۱۳۸۱ لمريز کال څخه وروسته باید د همدغه قانون پر بنسټ و څېړل شي.

خو اوس د همدغه بند د وخت په اړه حکومت د تعدیل وړانديز کړی، چې باید دغه قانون د تېر  ۱۳۹۲ لمریز کال څخه وروسته عملي شي.

په دې اړه وکیلانو بیلا بېل نظرونه وړاندې کړل.

ددې جرګې لومړي نایب حاجي عبدالظاهرقدیر د حکومت له خوا د تعدیل طرحه رایې اچونې ته وړاندې کړه، چې د رايو په اکثریت د حکومت نظر د ولسي جرګې غړو له لوري رد شوه.

د وکیلانو دلیل دا و چې به تیرو لسوکلونو کې ډیرې پېسې افغانستان ته راغلي او د ځینو کسانو لخوا غلا او چورشوي دي نوباید له ۱۳۸۱ کاله څخه عملي شي؛ خو حکومت ددې مادې د پنځم جزد لغوه کیدو غوښتنه کړې وه چې وکیلانو ونه منله.

ددې جرګې غړې شکریې بارکزۍ په خپلو څرګندونو کې د حکومت له تعدیل کړې طرحې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې قانون ماقبل ته رجعت نه کوي.

د قانون خصوصیت دا دی، چې له نافذ کېدو څخه وروسته عملي کيږي او پر هغو کسانو عملي کېدی نه شي، چې د تصویب شوي قانون خلاف کړنه يې ترسره کړي وي.

په همدې حال کې یوشمیر وکیلان بیا وايي ، چې دا کومه نا قانونه کړنه نه ده.

د جرګې غړي محمد عبده وویل، د څلورمې مادې پنځم بند وکیلانو هغه مهال په دې دلیل زیات کړی و، چې دا د خلکوغوښتنه وه.

عبده زیاته کړه چې هغه مهال موخه همدا وه چې ددې قانون له سیوري څوک پورته پاتې نه شي، نوځکه باید د حکومت وړاندیز رد شي.

د نوموړي په وينا، که وکيلانو دغه ماده تایید کړي، نو دا به تېرو ۱۳ کلونو کې چور او چپاول ته مشروعیت ورکړي.

د پېسو سپینولو او له جرمنو څخه د راپیدا شویو عوایدو د مخنیوي قانون طرحه تیرکال په ۸ څپرکیو او ۷۰ مادو کې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوې وه او د ولسمشر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره شوې هم وه.

د دغه قانون ګټه دا ده، چې په عملي کولو سره به يې مالي سکټور لا پياوړی شي او کابلبانک په شان د بانکونو د بحران او دیواله کېدو مخه ونيول شي.

په هېواد کې د پانګونې له پاره د ښه چاپېريال د رامنځته کولو او د نړيوالو بانکي معاملاتو د ترسره کولو له پاره د دغه قانون موجودیت خورا ارزښتناک او مهم دی.

د ماليې وزارت وايي، چې  د پېسو سپینولو پرضد د مبارزې او له جرايمو څخه د لاسته راغلو عوايدو د مخنيوي او د ترورېزم د تمويل پرضد د مبارزې قوانين د توکيو کنفرانس د د دوه اړخيزې حساب ورکونې په چوکاټ کې د افغان د حکومت د ژمنو يوه برخه جوړوي.

یاده دې وي، چې په توکيو کنفرانس کې چې په ١٣٩١ م لمریز کال کې د جاپان په پلازمېنه توکيو کې جوړ شوى و، مرسته کوونکو هېوادونو ژمنه وکړه چې له ٢٠١٤ زېږدیز کال وروسته به د څلورو کلونو له پاره له افغانستان سره ۱۶ ميليارده ډالره مرسته کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام