د خوست ولایتي اداره وايي، د خوست ښار په ختیځه څنډه کې د لرګیو په هټیو کې د اور لمبې پورته شوې دي او شاوخوا ۲۰۰ هټي د اور په لمبو کې وسوځېدل.
د والي ویاند محمد مبارز ځدراڼ سلام وطندار ته وویل، چې دغه اور لګېدنه تېره شپه د (مې په ۲۸مه) ناوخته د لرګیو په یوه منډيي کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، چې لا تر دې مهاله د اور لګېدنې لامل معلوم نه دی، خو په دې اړه اړوندو مسولینو خپلې پلټنې پیل کړي دي.
په دغه پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتې، خو د دوکاندارانو په خبره، په هر دوکان کې کم تر کمه د ۱۰ لکو افغانیو په اندازه د پلور لرګي اېښودل شوي وو.
یو شمېر هټیوالو پر ولایتي چاراکو تور پورې کړ، چې په وخت سره یې د اور وژنې وسایل د پېښې ځای ته نه دي رسېدلي او د اور په مهارولو کې پاتې راغلي دي.
په دغو هټیو کې د ودانیو د جوړونې لرګي پلورل کېدل.
له دې مخکې هم په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د خوست ښار په سویل ختیځه سیمه کې د لرګیو په یوه ټال کې د اورلګېدلو له امله شاوخوا ۳۵۰ هټي د اور خوراک شوي وو.