د لومړي ځل له پاره په کابل کې د سرطان د علاج وړیا مرکز پرانستل شو

له دې وړاندې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د اعلاج او تشخیص په موخه هیڅ داسې دولتي روغتون نه و، خو تېره ورځ پنجشنبه (اکټوبر ۲۷مه) د لومړي ځل له پاره د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو.