د سولې خبرو اترو دویمه غونډه په چين کې کېږي

راپورونه وايي، چې د پاکستان په مري ښار کې د خبرو اترو له لومړي پړاو وروسته به دويمه غونډه د روان جولای میاشتې په وروستيو کې جوړېږي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د سولې دغه خبرې اترې به داځل په چين کې وشي، خو مشخص ځای يې نه دی په ګوته شوی.