‎د کندور د ولایتي شورا د مرستیال او د روغتیا رییس شخړه

د کندوز ولایت شورا مرستیال له خپلو وسله والو کسانو سره د دې ولایت د روغتیا ریاست د قردادونو د داوطلبۍ یوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته داخل شوی او له داوطلبانو نه یې د پيسو غوښته کړې ده.

د کندوز د روغتیا ځایناستی رییس عبدالمتین عاطفي وايي، دا پېښه داسې مهال وشوه، چې د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال توریالي کاکړ غوښتل چې خپل د کاکا زوی د معتادینو د ۵۰ بیستریز روغتون د خریدارۍ قرارداد د ګټلو په پار د داوطلبۍ بهیر ته په غیرقانوني ‌‌‌‌‌‌ډول شامل کړي. خو کله چې د کاکړ دې غوښتنې ته د رد ځواب وویل شو؛ موضوع په لفظي شخړه واوښته او د ۲ زرو امریکايي ‌‌‌‌‌‌ډالرو غوښتنه یې وکړه.

په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د ولایت، مستوفیت، ولایتي شورا او له فساد سره د مبارزې ادارې استازیو ګ‌‌‌‌‌‌ډون لرلو. خو د کندوز د ولایتي شورا مرستیال د روغتیا د رییس ادعاو ردوي، وايي چې هغه له رسمیاتو و وروسته د داوطلبۍ مراسم پيل کړي وو، چې دا غیرقانوني کار دی.

کاکړ زیاتوي، چې د روغتیا رییس د داوطلبۍ حقوقي مسوولیت نه لري.

په شمال لویدیځ کې له فساد سره د مبارزې ادارې مسوول د کندوز د ولایتي شورا د مرستیال او د روغتیا ځایناستي رییس ترمنځ لفظي شخړه تاییدوي؛ خو فزیکي شخړه ردوي.

‎د کندوز د والي ویاند سیدمحمود دانش

د کندوز د والي ویاند سیدمحمود دانش وايي، چې د روغتیا ریاست د دواطلبۍ په مراسمو کې د کندوز د ولایتي شورا د مرستیال او د روغتیا د ځایناستي رییس ترمنځ د شخړې حل له پاره د والي مرستیال حشمت الله عرض بیګي ورغلی؛ خو که موضوع حل نه شي؛ څانوالۍ ته معرفي شي.

خو پوښتنه دا ده، که چېرې د داوطلبۍ مراسم غیرقانوني وو؛ د ولایت، ولایتي شورا، مستوفیت او له فساد سره د مبارزې ادارې غړیو په کوم بنسټ په کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی و؟ دا هغه پوښتنه ده، چې له دې ټولو ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو سره له اړیکي نیولو وروسته بې ځوابه پاتې شوه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام