‎د فاریاب بلچراغ ولسوالي بیا سقوط شوه

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغتالله سېلاب وايي چې د دې ولایت د بلچراغ ولسوالي د دویم ځل لهپاره د طالبانو له لوري سقوط شوه.

ښاغلی سېلاب زیاتوي، له ۴۰ تنو زیات پولیس – چې په بلچراغ ولسوالۍ کې مېشت وو – خپل ټول تجهیزات طالبانو ته تسلیم کړي او پهخپله د پولیسو د برخليک په اړه معلومات نهشته.

له بل لوري، د ګرزیوان ولسوال ملا فیضالله سلام وطندار سره په اړیکې کې وویل چې ۴۰۰۰ طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ له سقوطه ورورسته ګرزیوان ولسوالي محاصره کړې ده. د ده په خبره، کهچېرې افغان حکومت پهدې اړه جدي اقدام ونه کړي؛ ستره فاجعه به پېښه شي.

هاخوا تېره اوونۍ د فاریاب ولایتي ادارې په‌دې ولایت باندې د طالبانو د احتمالي برید د مخنیوي له‌پاره د ۲۰۰۰ پاڅونوالو د چمتو کولو خبر ورکړی‌و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام