شمال او شمال ختیځ کې جګړې:
۱۳۹۴ لېږدیز کال د امنیتي ځواکونو له پاره له ننګونو ډک کال و، په همدې کال کې په ننګرهار ولایت کې داعشیان پیاوړي او منظم شول.
د هېواد په شمال او شمال خیتځو ولایتونو کې د جګړې جبهه پراخه شوه. په هلمند، بدخشان، تخار، فاریاب، کندوز او ځېنو نورو ولایتونو کې څو ولسوالۍ وسله والو طالبانو ونیولې، له څو ساعته او ورځ نیم جنګ نه وروسته به بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغللې.
د همدې کال لېږدیز کال په پیل کې وسله والو طالبانو ځېنې امنیتي ځواکونه برتمه کړل او سرونه یې ترې پرې کړل.
د خوست ځانمرګی:
د روان کال د وري میاشتې پر ۱۳مه نېټه لسګونه خوست میشتي د دغه ولایت د سرپرست والي د ګوښه کولو له پاره د ده د کور خواکې راټول شوي وو، چې یو ځانمرګي بریدګر د ولسي خلکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه ووژل شول او د ولسي جرګې د وکیل همایون همایون په ګډون ۶۳ تنه ولسي خلک په کې ټپیان شول.
پر پارلمان برید:
د ۹۴یم لېږدیز کال د چنګاښ میاشتې پر لومړۍ نېټه، کله چې د ملي دفاع سرپرست وزیر ولسي جرګې ته د تایید رایې اخیستلو له پاره معرفي کېدلو؛ اتو ځانمرګو بریدګرو د ملي شورا پر ودانۍ برید وکړ، چې دوه ولسي خلک یې ووژل او ۲۸ تنه یې ټپیان کړل.
د کندوز سقوط:
د وسله والو طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو وروسته، د لومړي ځل له پاره د تلې میاشتې په ۶ نېټه، په بشپړه توګه د یو ولایت مرکز ونیولو، دا ولایت د کندوز مرکزو، چې یوازې ۶ ورځې د دوی تر کنټرول لاندې و.
دغه جګړه د ګهیځ پيل شوه او د همدې ورځې تر ماښامه یې د کندوز ښار په زیاتو برخو وسله والو خپل واک ټینګ کړ او د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته ۶ورځو ته وغځېدله، چې بلاخره یې ښار بېرته د امنیتي ځواکونو لاسته ورغی.
د ولسي خلکو د وژلو په اړه ضد او نقیض راپورنه خپرېدل، د یوناما د راپور له مخې په کندوز ولایت کې په دې موده کې ۲۸۹ له امله د ځکمني جنګ ولسي وګړي ووژل شول او ۵۵۹ تنه نور ټپیان شول.
د همدې جکړې په ترڅ کې د کندوز بې پولې ډاکټرانو په روغتون د امریکا هوايي، ځواکو برید جنجالي شو، چې له امله یې ۳۰ تنه ووژل شول او ۳۷ تنه نور ټپیان شول.
د کندهار پر هوايي ډګر برید:
وسله والو طالبانو د روان کال د تلې میاشتې پر ۱۷ نېټه د ماښام پر ۶ بجو د کندهار په هوايي ډګر برید وکړ، دې ۳۷ ساعته دوام وکړ، ۵۰ تنه په کې ووژل شول او ۳۷ تنه په کې ټپيان شول.
د بقا او ازمېښت مهال:
ولسمشر غني ۱۳۹۴ کال د افغانستان له پاره د بقا او ازمېښت کال وبللو او زیاته یې کړه، چې د کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د عمل ابتکار زموږ په لاس کې و، په وروستیو ۶ میاشتو کې د دولت وسله والو مخالفینو هڅه وکړه، چې د عمل ابتکار په خپل لاس ک واخلي او په وروستیو میاشتو کې زموږ امنیتي ځواکونو بېرته د عمل ابتکار په خپل واک کې راوست.
د شاه شهید پېښه:
د زمري میاشتې پر ۱۶ نېټه د پلازمېنې کابل اتمې امنیتي حوزې د شاه شهید په سیمه کې له چاودېدونکیو توکیو ډکه لارۍ ډوه موټرې د شپې په نیمايي کې د ملي دفاع وزارت یوې ادارې ته څېرمه وچادنې وکړې.
په دې چاودنه کې ۴۰۰ تنه ټپیان شول او ۱۵ تنه په کې ووژل شول.
دې چاودنې د افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې ترینګلې کړې او افغان دولت د دې برید مسوول پر پاکستان واچولو.
د چاودنې په سیمه کې یو لویه کنده جوړه شوه او د پاکستان په اړه د ټولو افغانانو غبرګونونه راوپارېدل او تر ډېره داسې ویل کېدل، چې دا یو رهبري شوی راکټ و.
د پولیسو پر اکاډمۍ برید:
په همدې ورځو کې په کابل کې دوه نورې چاودنې وشوې، چې په پایله کې یې د پولیسو اکاډومي لسګونه زده کړیالان او په بل برید کې بهرني ځواکونه مړه او ټپیان شول.
یوناما دغه ورځ له ۲۰۰۹ کال راوروسته خونړۍ ورځ وبلله.
د طالبانو او افغان ځواکونو مخامخ جګړې:
له دې هر څه سره – سره د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري اعلان وکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په روان لېږدیز کال کې وسله والو مخالفانو ته اجازه ورنه کړه، چې خپلو موخو ته ورسېږي.
وزیري وویل، چې له افغانستانه د زرګونو بهرنیو ځواکونو وتل او افغان امنیتي ځواکونو ته د ټول هېواد امنیتي مسوولیت سپارل او له بل لوري د دولت وسله والو مخالفانو هغه پلان، چې له حکومته به ۸ ولایتونه او ۶۰ ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولې؛ د دې لامل شول، چې د تېرو کلونو په پرتله د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه زیاته شي.
د وزیري پر وینا، وسله والو مخالفانو شومې موخې لرلې او هڅه یې کوله، چې د خپلو ملاتړو په مرسته، افغانستان د ترورېزم پر نړیوال مرکز بدل کړي؛ خو بریالي نه شول. وزیري وویل، چې د هلمند باغران او دیشو، د سرپل کوهستان، د غزني ناوه، د رزوګان خاک افغان او د بدخشان دوه ولسوالۍ له څو کلونو راپه دې خوا له وسله والو مخالفانو په ولکه کې دي، پاتې ټولې سیمې د افغان دولت تر کنترول لاندې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، چې ځانګړي ځواکونه او ملي ادرو کافي تجهیزات لري او په ټولو سیمو کې په بریالتوب سره عملیات کولی شي. په ۱۳۹۴ کال کې هوايي ځواکونو څلور جنګي هیلیکوپټرې او څو نورې جنګي پوځي الوتکې له امریکا څخه ترلاسه کړې؛ خو سره له دې بیا هم هوايي ځواک زیاتو تجهیزاتو ته اړتیا لري او دوی ته باید په هوايي برخه کې ډېر وسایل ورکړل شي.
پولیسو او طالبانو ته اوښتي زیانونه:
د کورنیو چارو وزارت مسوولان هم مني، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي، خو د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر د دولت د مخالفانو د تلفاتو په پرتله کم ګڼي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش سلام وطندار ته وویل، چې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د مخالفانو خوځښتونه پیاړوي شوي وو، خو امنیتي ځواکونو یې د جنګي جبهو مخه ونیوله.
د ۱۳۹۴ کال په پيل کې د لویو لارو په بېلابېلو برخو کې د تښتولو او برمته کولو پېښې ډېرې وې. دولت په یو مورد کې داسې اړ شو، چې د ځېنو برمته شویو وګړیو په بدل کې د ترهرګرو زنداني ملګري ورپرېږدي او برمته شوي وګړي ترې راخلاص کړي. ده وویل، چې د کورنیو چارو وزارت اوس په لومړي نمبر لویو لارو باندې ګرځنده او ګزمه ګرې پوستې جوړې کړي، چې مسافر په ډاډه زړه تګ راتګ وکړی شي.
دانش زیاته کړه، چې روسیې هېواد د ملي پولیسو د تجهیز په پار له دوی سره ۱۰ زره میله کلاشینکوفه مرسته وکړه او نړیوالې ټولنې هم ژمنه کړې، چې پولیس به د ناټو ځواکونو په شان تجهیز او پر وسلو سمبال کړي.
که څه هم افغان دولت څو ځلې د امنیتي ځواکونو پر ناسیاسيوالي تاکید کړی، خو ویل کېږي، چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل له ولسمشر محمداشرف غني سره د سیاسي مخالفتونو پر بنسټ له دندې استعفا کړې ده. د کورنیو چارو پخوانی وزیر هم د ده په کار کې د سیاسي مداخلو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه او ښايي دا وېره نوره هم ډېره شي.