د بامیان د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د پوهنې وزارت د شاخصونو او روشونو پر بنسټ پهدې ولایت کې د زدهکړو په شرایطو برابر ۱۷۲ زره او ۲۳ ماشومان او نوي ځوانان پېژندل شويدي.
د دې ریاست موندنې ښيي چې لهدې ډلې له ۱۴۹ زره ماشومان په زدهکړو بوخت دي چې ۵۳ سلنه یې هلکان او ۴۷ سلنه یې نجونې دي.
د بامیان د پوهنې رییس ایوب آروین سلام وطندار ته وویل چې د دوی د موندنو پر بنسټ ۱۶ سلنه د زده کړو په شرایطو پوره ماشومان ـ چې ۲۳۰۳۰ ماشومان کېږي ـ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د فرهنګي خنډونه او ټولنیز محدودیتونو له امله د زدهکړو محروم دي.
ښاغلی آروین وايي، پهدې ډله کې ۱۴ زره او ۵۹۲ تنه نجونې دي.
د بامیان د پوهنې رییس زیاته کړه چې له زدهکړو ډېرې محرومې نجونې د کهمرد، سیغان، شیبر، پنجاب، روس او یکهولنګ نمبر۲ ولسوالۍ اوسېدونکې دي.
د بامیان مدني فعالان د لارو لېرېوالی، دینی او سنتي برداشتونه او د پوهنې ریاست کمکاري هغه ستونزې دي چې پهدې ولایت کې یې د نجونو د زدهکړو مخه ډب کړېده.
د پوهنې وزارت موندنې ښيي چې د هېواد ۳.۷ میلیونه ماشومانو د نا امنیو، بېوزلۍ، فرهنګي، ټولنیزو او محیطي دلایلو پر بنسټ له ښوونځي پاتې دي.