د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتان ډیرن سمي دافغانانو رسمي (پښتو) ژبې زده کولو پرېکړه کړې ده.
ډیرن سمي ویلی دي، چې د پاکستان (سوپرلیګ) لومړي پړاو سیالیو پیلیدو ته شپې او ورځې شماري ترڅو دلوبېدو ترڅنګ د (پښتو) ژبه هم زده کړي.
د ویسټ انډيز د شل اوریزه لوبو کپتان ډیرن سمي ویلي دي چې اوسمهال یې د (پښتو) ژبې زده کړه پیل کړې ده او ژبه یی پرې ښه اوړي.
ډیرن سمي په خپله خپره شوې ویډیو پیغام کې په پښتو ژبه داسې ویلي دي ( زه یم ډیرن سمي ، ستاسې خپل ټیم، پېښور زلمي له پاره).
ټاکل شویده ډیرن سمي به د پاکستان په لومړي پړاو (سوپرلیګ) شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د (پېښور زلمي) کرکټ لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
د پاکستان دغه لومړی پړاو سوداګریزې شل اوریزه لوبې د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۴ مه نېټه د پاکستان د ۵ لوبډلو په ګډون په عربي اماراتو کې پیلیږي.
په دې سیالیو کې د افغانستان څخه راشد ارمان د شاهد افریدي په کپټانۍ کې د ډیرن سمي سره یو ځای د پېښور زلمي لوبډلې په ګټه هم اخیستل شوی دی، چې ډیرن سمي سره د (پښتو) په زده کړه کې مرسته کولای شي.
په خپله د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې کپتان پښتون شاهد خان افریدي رسنیو سره په خبرو کې د ډیرن سمي د پښتو ویلو لیاقت ته حیران شوی دی.
ډیرن سمي د افغان لوبغاړي راشد ارمان شینواري سره یوځای په عربي اماراتو کې پیلیدونکي پاکستان سوپرلیګ سیالیو ته د (پېښورزلمي) کرکټ لوبډلې سره یوځای شوی دې او په تمریناتو بوخت دی.
ډیرن سمي ویلي دي، دا د خوشحالۍ خبره ده، چې د نړۍ د بېلا بېلو کلتورونو او ژبه لرونکو لوبغاړو سره لوبیږي.
نوموړي وايي، چې په پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې به نه یواځې خپل استعداد وښيي ترڅنګ به یې کوښښ وکړي د پېښور زلمي لوبډلې له ځوان استعداد سره خپلې تجربې هم شریکې کړي.
د یادونې وړ ده، چې ډیرن سمي د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې ولوبیده او هغه کپټان دې چې په کپتانۍ کې یې ویسټ انډيز په ۲۰۱۲ م کال کې د سریلانکا په کوربتوب د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام اتلولي وګټله.