د بامیانو د تاجیکانو او پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړو او د دغه ولایت یوشمیر اوسیدونکو د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۰مه) په کابل کې د اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له حکومته وغوښتل، چې د بامیانو اوسنی والي طاهر زهیر له دندې لرې او پر ځای یې غیرګوندي کس وګوماري.
د دغو بامیانیانو پر وینا، د بامیانو والي دغلته له تاجیکانو او پښتنو سره تبعیضي او ظالمانه چلند کوي.
یو معترض محي الدین فرهمند وایي، چې د بامیان والي په دوه ګوني چلند سره د دغه ولایت اوسیدونکو ترمنځ واټن رامنځته کوي.
دغه راز، یو شمیر نور معترضین وایي، چې د بامیانو والي د دغه ولایت ماستر پلان په تړاو په یونسکو غونډه کې د دوی د ګډون مخنیوی کړی.
دغه راز، معترضین د بامیانو والي د تاجیکانو او پښتو د ځمکو پر غصب تورنوي او له حکومته غواړي، چې بامیانو ته دې داسې والي وګوماري چې د خلکو غوښتنو او ستونزو ته ورسیږي.
خو د بامیان والي طاهر زهیرد تاجیکانو او پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړو ادعاوې ردوي او معترضین هغو کړیو پورې تړلي ګڼي، چې دده پروینا د بامیانو فرهنګي ماستر پلان د تطبیق مخه نیسي.
زهیر زیاتوي، چې د فرهنګي ماستر پلان تطبیق د خلکو ځمکو غصب په مانا نه دی او خلک باید د هغه په تطبیق کې له سیمه ییزې ادارې سره مرسته وکړي.