یو سړي په جوزجان کې خپله مېرمن په تېشې وژلې ده

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره ورځ د دې ولایت د خانقاه ولسوالۍ په بکاول سیمه کې شوې‌ده.

د خانقاه ولسوال نقیب‌الله قادري سلام وطندار ته وویل، دغه سړی د خپلې ښځې له وژلو وروسته پولیسو ته تسلیم شوی او په لومړیو څېړنو کې یې ویلي، چې ښځې یې له بل سړي سره د نامشروع اړیکو پر سر وژلې ده.

قاري زیاته کړه، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د پولیسو څېړنې روانې دي، چې د قتل اصلي انګېزه روښانه کړي.

د خانقاه ولسوال وايي، چې دا سړی اوغُل ګل نومېږي او ۳۵ کاله عمر لري.

د شبرغان په منګوتي سیمه کې د یوې ۲۰ کلنې پېغلې جسد پيدا شوی

دا په‌داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د شبرغان ښار په منګوتي سیمه کې له ۸ ورځو نادرکۍ وروسته د یوې ۲۰ کلنې جلۍ جسد پیدا شو. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام