ګلبدین نایب سبا د برتانیې له ملکې اېلیزبت ليدنې ته ورځي

ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب سبا د نورو ۹ لوبډلو سره په ګډه د انګلستان په کوربتوب د «چای» په یوه شاهي مېلمستیا کې ګډون وکړي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له‌مخې، ټاکل شوې، سبا چهارشنبه د می پر ۲۹مه د انګلستان ملکه اېلیزبت په ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام کې د ګډونوالو لوبډلو مېلمستیا وکړي.

دغه مېلمستیا د شاهي کورنۍ له‌خوا د انګلستان په پلازمېنې لندن ښار ویسټ منسټر په «بکینګهم» ماڼۍ کې برابره شوې چې د نړۍ له تاریخي ماڼیو شمېرل کېږي.

دې میلمستیا ته یوازې د ټولو ګډونوالو ۱۰ واړو کرېکټ هېوادونو ملي لوبډلو کپتانان ورغوښتل شوي چې د افغانستان استازیتوب به نوی ګومارل شوی کپتان ګلبدین نایب کوي.

په همدې حال کې کرېکټ نړۍوالی شورا د نورو لوبډلو په څېر افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته هم د (میچ فکسرانو) څخه د ځان‌ساتنې د ورکشاپ وروسته د نورو لوبډلو په څېر ۲ امنیتي ساتونکي هم ورکړي‌دي.

د نړۍوالی شورا په ورکشاپ کې د افغان لوبډلې په شمول ټولو لوبډلو ته ویل شوي چې څنګه د پیسو لالچ ورکوونکیو کسانو نه لېری اوسي او د کومې پېښې په صورت کې دوی ته خبر ورکړي.

د کرېکټ نړیوالی شورا لوبغاړیو ته د زمبابوی پخواني کپتان ګریم کریمر هغه د ۷ دقیقو ویډیو هم ور وښودله چې ۲۰۱۷ کال کې د ویسټ‌انډیز په سفر کې د میچ فکسرانو د ۳۰ زرو ډالرو وړاندیز وروسته یی څرنګه کرېکټ نړۍوالې شورا ته خبر ورکړ.

په ورکشاپ کې لوبغاړیو ته د دوو هندي میچ فکسرانو عکسونه هم وښودل. د دوی د چل ـ ول او د لوبغاړیو په ښکېلولو کې یی د دوی د لارو چارو په اړه معلومات ورکړل او هم یې پوه کړل چې د دوی په خوښه د پیسو په بدل کې د لوبې حالت بدلولو په موخه نه یوازې هر قسم وړاندیزونه ونه مني، بلکې نړۍواله شورا پری هم خبره کړي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې پرون د انګلستان خلاف د نړۍوال جام دویمه تمریني لوبه په لندن کې وکړه او نن د انګلستان بریسټول ښار ته روانه شوه.

د انګلستان په کوربتوب ۱۲م پړاو ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي؛ خو افغان کرېکټ ملي لوبډله به د جون په لومړۍ نېټه بریسټول لوبغالي کې لومړۍ سیالۍ له اسټرالیا سره وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام