د افغانستان کرېکټ بورډ نن د یوې پرېکړې له مخې، د کرېکټ ملي لوبډلې د تاریخ تر ټولو بریالی لوبډلمشر اصغر افغان د نړیوال جام په درشل کې له هر«فارمټ» کرېکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لرې کړ.
د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې رییس دولت احمدزي له پاچا حسین سره یوځای په یوه خبري غونډه کې د پنځوس اوریزې، شل اوریزې او ټېسټ لوبډلې لپاره بېل بېل لوبډلمشران اعلان کړل.
ال رونډر ګلبدین نایب چې د بېلابېلو لوبډلو د لوبډلمشرۍ تجربه لري او له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېږي، د هغه پر ځای وټاکه.
دغه راز راشدخان ارمان یې د شل اوریز کرېکټ ملي لوبډلې او رحمتشاه زرمتی هم د ټېسټ کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشرانو په توګه وټاکل.
همدارنګه د ۵۰ اوریزو لوبو لپاره راشدخان ارمان، د شل اوریزو لپاره شفیقالله شفق او د ټېسټ لوبو لپاره حشمتالله شهیدي د هغوی د مرستیالانو په توګه اعلان شول.
ګلبدین نایب په خپلو خبرو کې له کرېکټ بورډه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ او دومره دروند بار یې د ده پر اوږو ور کېښود، خو تمه یې وښوده چې د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ دنده به په بریا ترسره کړي.
د غوراوي کمېټې رییس دولت احمدزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د هند په کوربهتوب تمریناتي کمپونو او د ایرلنډ په وړاندې لوبو ته مو د اصغر افغان په خوښه لوبډلې اعلان کړې، خو له بده مرغه په دغه سفر کې د ناسمو پرېکړو او نړیوال جام ته د تیاریو لپاره یې د بې پلانیو له کبله مو نوموړی له دندې ګوښه کړ.
افغان کرېکټ بورډ وایي، افغانستان اوس د ۲۰ کاله پخوانۍ لوبډله نهده او خورا پرمختګ یې کړی؛ نو پهکار ده چې د افغانستان کرېکټ د پرمختګ لپاره مهمې پرېکړې وکړو او جلا جلا لوبډلمشران ولرو.
د یادونې ده چې اصغر افغان په ۲۰۱۵ کال کې د ۵۰ اوریز کرېکټ له نړیوال جام سیالیو وروسته د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو چې ۳ کاله او ۱۹ ورځې یې د یادې لوبډلې لوبډلمشر و.
اړوند مطالب:
افغانستان هم د کرېکټ د نوې بڼې غړی شو
راشدخان د ماشومانو برخه کې د یونیسیف سفیر شو
افغانستان په ټېسټ کرېکټ کې ۶۷ کلن ریکارډ را ژوندی کړ
د اصغر افغان د لوبډلمشرۍ پر مهال د کرېکټ ملي لوبډلې نه یوازې تر بشپړ غړیتوب وروسته لومړۍ ټېسټ سیالي وګټله، بلکې ترڅنګ یې په هر «فارمټ» کې د افغانستان د اوسنیو بریاوو فیصدي له ۵۰ سلنه پورته ده چې نوموړی یې د کرېکټ تاریخ د تر ټولو غوره لوبډلمشرانو په ډله کې شامل کړ.
جاوید احمدي او ویکټ ساتونکي اکرام عليخېل چې د ۵۰ اوریزې لوبډلې غړی و، له لوبډلې اېستل شوي وو پر ځای یې عثمان غني او شفیقالله شفق غوره شوي وو چې د ایرلنډ په وړاندې سیالیو کې د لوبډلې غړي نه وو.
دغه راز دروېش رسولي، قیساحمد او حمید حسن ته هم په اعلان شویو ۲۰ کسیزه کرېکټ ملي لوبډله کې چانس ورکړل شوی چې راتلونکې اوونۍ به د سوېلي افریقا تمریناتي کمپ ته ولېږل شي.
په نورو لوبغاړیو کې ګلبدین نایب د لوبډلمشر په توګه، نبي عیسیخېل، شهزاد محمدي، رحمتشاه زرمتی، راشدخان ارمان، مجیب ځدران، نجیب ځدران، حشمتالله شهیدي، نورعلي ځدران، حضرتالله ځاځی، سمېعالله شینواری، شاپور ځدران، افتاب علم، دولت ځدران، شرفالدین اشرف، کریم جنت او اصغر افغان شامل دي.
کرېکټ بورډ وایي، درې افغان لوبغاړي نبي عیسیخېل، راشدخان او مجیب ځدران په «ای پي اې» کې بوخت دي، خو نور ۲۰ لوبغاړي به سوېلي افریقا ته ځي او هلته به بیا ۶ تمریناتي سیالۍ هم وکړي.