ګارډین: حامد کرزی د افغانستان د سیاسي نا امنۍ هڅه کوي

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې لیکلي دي، که څه هم حامد کرزی له ۹ میاشتو راپه دې خوا د افغانستان ولسمشر نه دی، خو په دې هڅه کې دی، چې د دغه هېواد په سیاست کې خپل حضور بې رنګه ونه ښيي.

دغې ورځپاڼې د حامد کرزي اخوا دې خوا سیاسي هلې ځلې "د افغانستان د سیاسي نا امنۍ هڅې" په نامه یادې کړي دي.

ګارډین زیاتوي، چې د کرزي په دوره کې د هغه تند خوی د دې سبب شوی و، چې خپل یو شمېر نړیوال مرستندویان له لاسه ورکړي او اوس چې پوره بې کاره شوې دی؛ هڅه کوي، چې بیاځلي د افغانستان د سیاسي اوضاع واکدار شي.

په دغه راپور کې راغلي دي، چې د افغانستان د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د محبوبیت کمېدل، په ټاکنیزو مبارزو کې د کړو وعدو نه عملي کېدل او له پاکستان سره د سولې په اړه د خبرو اترو پیلول حامد کرزي ته دا موکه ورکړې، چې سیاسي ګټه ترې واخلي.

خو څه موده وړاندې حامد کرزي په یوه مرکه کې همدې ورځپاڼې ته ویلي وو، چې د پردې شا ته ولسمشر غني ته مشوره ورکوي او د ملي یو والي له حکومته ملاتړ کوي.

ګارډین ورځپاڼې د یو لویدیځ دیپلومات له خولې ویلي دي، چې کرزی له څو میاشتو راهیسې د ملي یو والي حکومت د کمزوري کولو او سقوط هڅه کوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند او هغه ته نږدې شخص ايمل فېضي کارډين ورځپاڼې سره دا ګونګوسې رد کړي  او زیاته کړې یې ده، چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د حامد کرزي سفرونه د دغه هېواد د سياسي بې ثباتۍ له پاره نه بلکې د پخوانيو اړيکو پالل دي.

که څه هم حامد کرزي د خپل حکومت نه وروسته د ملي یو والي د حکومت په اړه کومه ځانګړې منتقدانه سیاسي موضوع نه لرله، خو د سیاسي چارو شنونکي یې بهرنیو هېوادونو لکه چین، روسیې او هند ته له نااعلان سفرونو داسې انګېري، چې دی د ملي یو والي حکومت پر وړاندې د نویو سیاسي فعالیتونو د پيلولو هڅه کوي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام