د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت د ویاند مرستيال رضا بایري سلام وطندار ته وویل چې د کورنیو او بهرنيو بنسټونو او ادارو په همغږۍ د کډوالو لپاره نوې جامع لس کلنه پالیسي جوړه شوې ده.
د بایري په وینا، په نوې پالیسۍ کې د کډوالۍ په تعریف کې راغلي چې افغان کډوال باید په شخصي توګه ونه ګواښل شي ځکه چې افغانان خپل هېواد د ناامنیو له کبله پرېږدي او دا مهال د افغانستان ټولې برخې ناامنې دي او افغانان د همدغو نا امنیو له کبله نورو هېوادونوته د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې کوي.
نوموړي دغه راز وویل له دې پلانه به د کډوالو د ښه مدیریت په برخه کې کار واخیستل شي او د پالیسۍ له مخې باید د کډوالو راستنېدل د دوی په خوښه او با عزته راستنېدنه وي.
رضا بایري زیاته کړه چې په دې پالیسۍ کې راغلي چې په افغاني ټولنو کې د کډوالو ادغام باید حقوقي ملاتړ ولري، د زده کړو، کار، له مېرمنو ملاتړ، سرپناه او نور مسایل ورته په پام کې ونیول شي او له کډوالوسره د مرستې صندوق رامنځته شي.
په ورته وخت کې د عدلیې وزارت د کډوالۍ د حقوقي چارو رییس مرتضا رسولي وایي، دا یو هر اړخیز او جامع پلان دی او څو مهمې موخې لري چې له مخې به يې کډوالو راځي او هغوی به مدغم کېږي او دغه راز د غیرمجاز ګډوالۍ مخنيوی وشي.
دغه راز په هېواد کې دننه هم ځینو اړوندو ادارو او بنسټونو د کډوالو لپاره د نوي اوږدمهاله پلان د عملي کېدو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند نظام الدین جلیل وایي، په روغتیایي برخه کې په ډیرو ولایتونو کې کډوالو ته د روغتیایي خدمتونو رسول دوام لري او د دې پلان د ښه پلي کېدو په موخه به دغه کار ته دوام ورکړل شي.
همدارنګه د ځمکو او ښارجوړونې وزارت ویاند حشمت الله ناصري وایي، دوی هم د ولسمشر د وروستي فرمان په رڼا کې د کډوالو، شهیدانو ورثې او امنیتي ځواکونو لپاره ډېرې ځمکې تثبیت کړي او د ۳۰۵مې ګڼې فرمان له مخې یې هم له ۵۵ زره جریبو ډېره ځمکه تثبیت کړې ده.
ناصري زیاتوي چې دوی چمتووالی لري ترڅو د کورونو لپاره د ځمکو ورکولو یا ښارګوټو په جوړولو سره کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی حشرت سلام وطندار ته وویل چې د کار وزارت د کډوالو په اړه د نوي پلان ملاتړ کوي او دغه وزارت د کډوالو لپاره د سلام په نوم پروګرام هم چمتو کړی دی.
د کډوالۍ په اړه د دغه جامع اوږد مهاله پلان طرحه د کورنیو بنسټونو ترڅنګ د کډوالۍ په برخه کې د نړیوالو او مرستندویه بنسټونو په همغږۍ او د هغوی د نظرونو په پام کې نیولو سره چمتو شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاند نادر فرهاد وایي، دوی کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او تل یې د کډوالو په برخه کې د دولت د پالیسو له پلي کولو سره مرسته کړې ده.
دغه راز په کابل کې د کډوالو د نړیوال سازمان وياند حدیث فردېس سلام وطندارته وویل چې ټول مرستندویه بنسټونه او په ځانګړې توګه د کډوالو نړیوال سازمان په تېر کې هم د کډوالۍ په برخه کې له افغان دولت سره مرسته کړې او اوس هم چمتو دي چې د نوي اوږد مهاله پلان د عملي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د کډوالو د اوږد مهاله پالیسۍ د څرنګوالی په اړه یو شمېر هغه کډوال چې په ورستیو دوو کلونو کې له پاکستان او ایرانه راستانه شوي او اوس په کابل کې د ځینو کډوالو د پنډغالو مسوولیت پر غاړه لري وایي چې له دوی سره د دې پالیسۍ په اړه خبرې شوي او کوم معلومات چې دوی یې لري، ښکاره کوي چې دغه پالیسي ګټوره ده.
عبدالصمد او میرویس هغه کسان دي چې له پاکستانه په زور را ایستل شوي دي.
دوی وایی، په کابل کې له خپلو اولادونو سره تر خېمو لاندې د ژمي سړې شپې تېروي.
له ایرانه راستون شوی کډوال صابر هم وایي چې له خپلې کورنۍ سره تر خېمې لاندې شپې ورځې سبا کوي او له ډېرو ستونزو سره لاس په ګرېوان دي.
دغه کسان وایي که دا نوی پلان عملي شي، نو د دوی ستونزې به هم وسره کمې شي.
د کډوالو او راستنېدونکيو لپاره نوې طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې تردې وړاندې هم د کډوالو په اړه د کډوالو او راستنېدونکيو وزارت او اړوندو ادارو له لوري بېلابېل اوږد مهاله او لنډمهاله پلانونه جوړشوي او کډوالو ته د ځمکو له وېش نیولې تر ښارګوټو جوړولو او نورو اسانتیاوو ژمنې شوي، خو تر ډېره نه دي عملي شوي او د کاغذ پرمخ پاتې دي.
همدارنګه ډېر ځله داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په اړوندو ادارو کې د فساد له کبله دغه شان پلانونه په سمه توګه نه دي عملي شوي.
اوس یو ځل بیا د اوږدمهاله یا لس کلن پلان د طرحې په چمتو کېدو سره کډوالو خپلې هیلې په دې پلان پورې تړلې دي؛ وکتل شي چې د دغه جامع پلان عملي پایلې تر کومې کچې ګټورې وي.