د افغانستان لهپاره د ناټو ملکي استازی نیکلاس کي وايي چې د طالب او امریکا استازیو ترمنځ د سولې خبرواترو په اړه غونډې د سولې د تامین په اړه هیلې ډېرې کړېدي.
ښاغلي کي له سلام وطندار سره په یوې ټویټري بحث کې هیله وښوده چې له افغان حکومت سره ډېر ژر مستقیمي خبرې اترې پیل شي.
د افغانستان لهپاره د ناټو ملکي استازي په خبره، له خبرو پرته سیاسي حللارې ته لاسرسی کېدونې نهده د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې د ټولشموله افغانان حضور ضروري دی.
نیکلاس کي وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو ساتنه د سولې، تلپاتې امنیت او نړۍوالو همکارانو ته کلیدي موضوع ده او دوی له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
ښاغلی کی په تېرو ۱۸ کلونو کې د خپلو لاستهراوړونو په اړه وايي چې افغانستان په شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د بشري حقونو، پراختیا او دیموکراسي په برخه کې د پاموړ لاستهراوړنې لري او ناټو او متحدان یې هڅه کوي چې دا لاستهراوړنې وساتي.
ښاغلی کی په وروستیو کې د افغانستان لهپاره د ناټو سفیر ټاکلی شویدی.
په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي لهدې مخکې یو کال په کابل کې د بریتانیا سفیر و او همدارنګه د جنوبي اسیا په ادارې کې د افغانستان او پاکستان د برخې رییس هم پاتې شوی.
ښاغلی کی یو څه موده په سومالیا کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی هم و