د کونړ د لسګونو سترو او وړو کارخونو ترکاڼان وایي چې حکومت دې د دوی په لاس جوړیو شویو توکیو ته د لېږد اجازه ورکړي.
شاوخوا یو کال مخکې د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې له کونړه د لرګیو پخو شویو موادو ته د لېږد اجازه ورکړل شوه؛ خو لهدې وېرې چې د لېږد بهیر به د لرګیو قاچاق وهڅوي؛ په همدې دلیل بېرته نورو ولایتونو ته د خامو او پخو توکیو د لېږد بهیر بند شو.
خو د کونړ ترکاڼان بیا وايي، له څه باندې دوو کالو راهیسې د دوی پر جوړdو شویو دروازو، کړکیو، الماریو او نورو فرنیچرونو د حکومت لګېدلي بندیز سخت اقتصادي زیان ور اړولی.
ترکاڼان وايي، حکومت دې د دوی صنعت ته د قاچاق په سترګه نهګوري.
دوی وايي، قانون له دوی د اولادونو رزق اخېستی او که حکومت د پخو موادو لېږد ته قاچاق وايي؛ رادې راشي؛ هټي دې ور وتړي او دوی دې زندان کې واچوي.
د کونړ ترکاڼان له حکومته د خپلې پرېکړې د اخېستلو غوښتنه کوي.
کونړ کې د ترکاڼانو ټولنې مشر فرهاد درانی هم پر حکومت نیوکه کوي چې د قاچاقبرو په جرم یې د دوی جوړ شوي توکي بند کړيدي.
هغه وايي، کونړ کې د ترکاڼۍ شاوخوا څلور سوه لویې او وړې کارخونې وې؛ خو نورو ولایتونو او د کونړ ولسوالیو ته له لرګیو جوړیو شویو موادو په بندښت سره د دغو کارخونو شمېر اوس له سلو نه اوړي.
خو د کونړ د والي ویاند غني مصمم سلام وطندار سره په مرکه کې د ترکاڼانو ستونزې تایید کړې؛ خو زیاته یې کړه، د لرګیو په برخه کې د ولس او حکومت د تېر کال لانجو له امله ولسمشر له دې ولایته د هر ډول لرګیو او پخو موادو پر لېږد بندیز لګول، چې دوی یې دویم امر ته سترګې پر لار دي.
د کونړ مدني فعال محمدشعیب غروال سلام وطندار ته وویل چې د ترکاڼانو ستونزه پهدې هوارېږي چې حکومت د قاچاقو او پخو موادو توپیر وکړي.
دی وړاندیز کوي چې قاچاقبران معلوم دي او هغوی باید ونیول شي.
ښاغلی غروال د کونړ ځايي چارواکیو دا خبره، نه مني چې ګنې د لرګیو پخو موادو لېږد ولسمشر بند کړیدی.
دا داسې مهال ده چې د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې لا هم د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې همدا اوس د ځنګلونو پرې کول روان دي او هم پر یو شمېر غرنیو لارو لرګي قاچاقېږي.