کورونا په افغانستان کې؛ بې‌وزلي له ۵۵ نه ۶۱ سلنې ته رسېدلې

د اقتصاد وزارت چارواکي په هېواد کې د اقتصادي ودې کمېدو او بې‌وزلۍ کچې لوړېدو خبر ورکوی.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، د کورونا ناورین د هېواد د اقتصادي وضعیت د لابدترېدو لامل شوی دی.

بهمن وايي، کورونا ویروس د اقتصادي ودې دوران هم له ستونزو سره مخ کړی او اټکل کېږي چې د بې‌وزلۍ کچه به له ۵۵ سلنې نه ۶۱ سلنې ته پورته شي.

د اقتصاد وزارت ویاند دغه راز وايي چې د وزګارتیا کچه به له ۲۴ سلنې نه ۳۵ سلنې ته لوړه شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون وايي، د خلکو د ورځني عاید کمېدل، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل او دغه راز د دولتي بودیجې کمېدل لامل شوي چې د بې‌وزلۍ او اقتصاد وضعیت لابدتر شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د افغانستان په اړه د راپور په خپرولو سره د بې‌وزلۍ له زیاتېدو اندېښنه ښودلې او اټکل کوي چې د کورونا ناورین به د افغانستان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې خلکو کچه ۷۲ سلنې ته ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام