د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ویروس ۲۰۰۴ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۳۴ نور مړه شوي دي.
په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د روغتیا وزارت په یوه شپه او ورځ کې له ۲۰۰۰ د ډېرو ناروغانو د جوړېدو خبر ورکوي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۷۳۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۲ زره ۵۸۸ نور بېرته روغ شوي دي.
دغه وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۷۰۱ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۳۵۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي، د تازه ثبت شویو شمېرو له مخې، په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۰ زرو او ۹۶۷ ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له لس میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۵۰۰ زرو ډېر مړه شوي او له ۵ میلیونه او ۴۶۶ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.