کورونا؛ بند امير د ګرځندويانو پر مخ وتړل شو

د باميانو ولايت د رسنيو دفتر په يوه اعلامیه کې ویلي چې د کورونا ويروس د خپرېدا د مخنيوي لپاره د ګرځندويانو پرمخ بند امير او هغه ځايونه چې خلک يې ليدلو لپاره ورځي او ګڼه‌ګوڼه په کې جوړېږي وتړل شول.

په دې خبرپاڼه کې راغلي تر هغه چې افغانستان کې د کورونا ويروس بحران له منځه نه وي تللی، څوک نه‌شي کولای پارکونو او نورو تفرېحي ځايونو ته لاړ شي.

همداراز د ياد ولايت سيمه‌ييزو چارواکيو له خلکو غوښتي چې د واده، فاتحې، ختمونو او نورو داسې مراسمو له کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په افغانستان کې ۹۴ کسان پر کورونا ويروس اخته شوي دي چې له دې ډلې ۳ يې جوړ شوي او ۴ يې مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام