
د ځېنو ودانیزو شرکتونو خاوندانو نن د کورنیوچارو وزارت د ودانیزو چارو ریاست مخې ته د اعتراض په توګه د خېمې په درولو سره وویل چې له څوو کلونو راهیسې یې دغه وزرات پوروړی دی.
د دغو شرکتونو د ټولنې مشر محمد داود توتاخېل وایې چې کورنیوچارو وزارت ته یې څه باندې ۵ کاله مخکې په بېلابېلو ولایتونو کې یو لړ ودانیزې پروژې بشپړې کړي او په رسمي توګه یې ورسپارلې؛ خو دې وزارت تراوسه د دوی څه باندې ۷ میلیارده افغانۍ نهدي ورکړي.
د ښاغلي توتاخېل په وینا، که خپلې پیسې ترلاسه نهکړي؛ اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
خو د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلام وطندار ته وویل چې دا پخوانۍ ستونزه ده او د ارزولو لهپاره یې کمېسیون ټاکل شویدی.

د ودانیزو شرکتونو مسوولان وایي چې کورنیوچارو وزارت له نږدی ۲۰۰ شرکتونو پوروړی دی او ډېرو یې د بودیجې د نهشتوالي له امله کارونه درولي دي.
د شرکتونو مسوولان زیاتوي، پهدې اړه یې د حکومت اجرایوي رییس، د امنیت شورا سلاکار او ملي شورا ته هم شکایت کړی؛ خو تر دا مهاله یې چا غږ نهدی اورېدلی.
فساد، کمکاري او د هر کال د مالي بودیجې په لګولو کې بېغوري د دې لاملېږي چې وزارتونه او دولتي ادارې له ستونزو سره مخې شي.