کندوز کې د ۱۰۰ بابه ښوونځیو جوړولو چارې پیل شوې

د کندوز د پوهنې رییس نحبیب‌الرحمان ثاقب سلام‌وطندار ته وايي، دې ولایت کې یې د ۱۰۰ بابه ښوونځیو جوړولو چارې پیل کړي.

د هغه په وینا، د دغو سلو ښوونځیو له ډلې ۸۵ یې د اقرا پروګرام له لوري جوړېږي چې لګښت یې هم د نړۍوال بانک له بودیجې څخه ورکول کېږي او پاتې ښوونځي به هم د ۶۶ میلیونو افغانیو په لګښت د افغان دولت له بودیجې جوړ شي.

د ده په وینا، د نړۍوال بانک له لوري د جوړېدونکیو ښوونځیو ټول مراحل بشپړ شوي‌دي.

د کندوز د کلیو پراختیا ریاست سرپرست انجنیر عزیزالرحمان واحدي وویل، زیاتره دغه ښوونځي د دې ولایت لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې جوړېږي چې د یو کال په ترڅ کې به ګټې اخېستلو ته وسپارل شي.

ورته مطالب:

ناامنیو کندوزي زده‌کوونکي «سه‌پارچو» ته اړ کړل

په کندوز کې ښوونکیو د معاشونو ځنډېدو په غبرګون ښوونځي تړلي

طالبانو په کندوز کې ۱۲ دیني مدرسې تړلې

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د دغو ښوونځیو جوړولو چارو پرانیستلو پرمهال وویل، تر راتلونکیو درېیوو میاشتو به هغو ۲۲ ښوونځيو ته ـ چې ځای نه لري ـ ځمکه بېله شي او ټولو ښوونځیو ته به امکانات برابر شي.

د هغه په وینا، له‌دې وروسته به هېڅ شخص یا ډلې ته اجازه ور نه‌کړي چې له ښوونځیو د سنګر په توګه کار واخلي او باید د ښوونځیو ورانولو مخه ونیول شي.

د کندوز والي له هغو ځمکوالو مننه وکړه چې د ښوونځیو له‌پاره يې ځمکې ځانګړې کړې او زیاته يې کړه چې دا خلک د تقدیر او ستایني وړ دي چې خپل معارف پياوړی کوي او د معارف د پياوړتیا له‌پاره قربانۍ ورکوي.

دې سره د کندوز یو شمېر اوسېدونکي له ځايي ادارې غواړي چې د دغو ښوونځیو جوړولو له بهیره جدي نظارت وکړي چې د ښوونځیو ودانۍ په معیاري ډول جوړې او په ټاکلي وخت ګټې اخېستلو ته وسپارل شي.

کندوز کې د ۵۰۹ بابه ښوونځیو له ډلې ۱۵۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې ازادې فضا کې تر خېمو لاندې درس وايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام