کندهار کې ۹۸ ښوونځي تړل شوي

کندهار کې روان کال ۹۸ بابه ښوونځي تړل شوي‌دي او ۹۸ نور هم ودانۍ نه‌لري.

د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي وايي، دغه ۹۸ بابه ښوونځي د ناامنیو په دلیل نه، بلکې د تشکیل د کمښت، د ښوونځیو د ودانیو د نه‌شتوالي ترڅنګ په ځېنو سیمو کې د خلکو د نه همکارۍ او ناوړو دودونو په دلیل تړل شوي‌دي.

ښاغلی صمیمي وايي، د یادو ښوونځیو د تړل کېدو له امله ۵۰ زره ماشومان له زده‌کړو محروم دي.

د هغه په وینا، د تړلو ښوونځیو ستونزې ترڅنګ د کندهار ښوراوک، غورک او ریګستان ولسوالۍ هېڅ رسمي ښوونځی نه‌لري.

یو تن مسلکي استاد محمدنبي خان ـ چې دا مهال د کندهار ښار یوې لېسې کې تدریس کوي ـ همدا ستونزه مني او وايي، د زده‌کوونکیو له‌پاره د درس ویلو منظم ځای، کتابونه او نوري درسي اسانتیاوې ډېرې مهمې دي.

نوموړي وویل، دولت باید تر هر څه مخکې تړلي ښوونځي پرانیزي؛ بیا ورتهت ودانۍ جوړې او نور امکانات برابر کړي چې له ښوونې نه بې‌برخې ماشومانو له‌پاره د زده‌کړې زمینه برابره شي.

کندهار ټولټال ۴۷۴ ښوونځي لري چې دا مهال یې ۹۸ هغه تړلي دي.

د کندهار د پوهنې ریاست معلوماتو ښيي، اوسمهال کندهار کې ۳۳۰ زره زده‌کوونکي ښوونځیو ته ځي چي له‌دې شمېر یوازې ۸۷ زره یې نجونې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام