د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوازې څو روغتیايي مرکزونه لري چې د نفوس زیاتوالي او ولسوالۍ پراختیا په پرتله د خلکو لهپاره بسندوی نه دي.
د ډنډ ولسوالۍ خلک وايي، موجود روغتیايي مرکزونه کافي اندازه درمل او ډاکټران نه لري؛ ځینې سیمې بیا له دې مرکزونو لرې دي، چې ناروغان په وخت راتګ نه شي کولی.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دې ستونزې له امله زیاتره ناروغان د کندهار ښار میرویس روغتون ته وروړي، چې هلته بیا د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله سرګردانیږي او د ناروغانو معاینې یې ډېر وخت نیسي.
د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سیمه کې يې امنیت ښه دی، خلک له دولت سره همکاره دي؛ بیا هم حکومت ورته پام نه کوي او په ډېرو برخو په ځانکړي ډول روغتیایي برخه کې ګڼې ستونزې لري.
د ډنډ دوو اوسېدونکو جمیل احمد او سردارمحمد وویل، دوی له حکومته غواړي د ولسوالۍ په مرکز کې ورته په اړینو وسایلو سمبال یو روغتیایي مرکز جوړ کړي، چې د مرکز په ګډون د لرې سیمو ناروغان هم ورته رسېدنه وکړی شي.
دوی وايي، د دې ولسوالۍ خلک له حکومت سره په هره برخه کې مرسته کوي؛ حکومت دې د خلکو روغتیايي، ښوونیزو او نورو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.
د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسوولین په ډنډ ولسوالۍ کې د خلکو روغتیایي ستونزې مني. د دغه ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني سلام وطندار ته وویل، د ټول کندهار په کچه ۸۸ روغتیايي مرکزونه لري له دې ډلې شپږ بابه یې په ډنډ ولسوالۍ کې دي؛ خو دغه شمېر هلته کافي نه دي.
سلطاني وویل، نږدې وخت کې به د ټولې ولسوالۍ په کچه د یو مجهز روغتون ترڅنګ د دغه ولسوالۍ د ذاکرشریف د سیمې روغتیایي مرکز هم په یو مناسب روغتون بدل کړي او د قدوس کارېز په سیمه کې یو نوی روغتیايي مرکز پرانیزي په دې سره به تر ډېره د دغې ولسوالۍ ستونزي حل شي.
د چارواکو پروینا، موجوده روغتیايي مرکزونه د کندهار ولایت له پاره بسنه، نه کوي او د عامې روغتیا وزارت سره یې دغه ستونزه شریکه کړې او هغوی ژمنه کړې په کندهار کې به د روغتیايي مرکزونو شمېر زیات کړي.