کریم خلیلي: د طالبانو سالمې غوښتنې منل کيږي

د سولې عالي شورا نوی مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال محمد کریم خلیلي وايي، چې د طالبانو سمو غوښتنو ته احترام لري او د دوی سالمې غوښتنې به و منل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو سولې ته راتګ به د دوی د تسلیمۍ په معنا نه وي او نه به هم له دوی سره د افغان حکومت له لوري سوله کول به د حکومت تسلیمدل وي.

د افغانستان سولې عالي شورا لومړۍ عمومي غونډه کې، چې د دوشنبې پر ورځ کابل کې جوړه شوه د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وویل، اوس‌مهال هیوادوال د سولې عالي شورا کړنو په اړه مثبت لیدلوری نه‌لري.

خلیلي په دغې شورا کې د ځینو نیمګرتیاوو پر حل په ټینګار سره وویل، چې  د سولې عالي شورا په هیواد کې د سولې ټینګښت له پاره داسې کړنلاره جوړوي، چې په جګړې کې ښکیلو ټولو غاړو ته د منلو وړ وي.

«نن د خلکو ترمنځ د سولې عالي شورا په اړه بل نظر موجود دی که له هرې رسنۍ پوښتنه وکړئ منفي نظر لري که د ټولنې له هر پاړکي وپوښتی بیلابیل او منفي نظرونه لري موږ باید د سولې عالي شورا له دې حالته وباسو.»

د خلیلي پروینا، د حکومت وسله والو مخالفینو پر وړاندې د سولې عالي شورا کړنلاره باید د تسلیمیدو نه بلکې د متقابل احترام پر بنسټ جوړه شي.

د سولې عالي شورا رییس همدا ډول زیاته کړه، چې د سولې بهیر په اړه د طالبانو لیدلوری او غوښتنې هم باید مطالعه شي.

خلیلي د سولې عالي شورا  د دارالانشاء له دفتره نه د اوسني وضعیت نه د وتلو په اړه هم د کتبي طرحې غوښتنه وکړه.

له دې ټولو سره ـ سره، د سولې عالي شورا په هیواد کې د امنیت ټینګښت له پاره د نوي ستراتیژي جوړولو خبر ورکوي او وايي، چې دغه ستراتیژي د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا هم منل شوې ده، خو په دې اړه یې تراوسه جزیات نه دي ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام