د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، چې د عادلانه محکمې جوړېدو او د کورنۍ جکړې د څېړنې پلوي کوي او زیاتوي، د محاکمې د پرېکړې په اساس که هره خوا پړه وپېژوندل شي؛ له خلکو دې بښنه وغواړي او سزا دې ورکړل شي.
له دولت سره د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر امین کریم نن سه شنبه ( د فبرورۍ په ۷مه) په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، چې دغه حزب د یوې عادلانه محاکمې جوړولو او د کورنۍ جګړې د څېړلو ملاتړ کوي.
دی وايي، چې "د یو انسان او یو سیاسي تنظیم په توګه ځان جایزالخطا بولو او دا منو او باوري یو، چې په دې لار کې مو تېروتنې کړي او دا، ادعا نه لرو، چې ملایکې یو".
د کریم پر خبره، د حزب اسلامي مشر به د روان لمریز کال د کب میاشتې په دویمه نیمایي کې کابل ته راشي او له ټاکنو پرته به پر هېڅ دولتي او نادولتي څوکۍ کار ونه کړي.
د اویایمې لسیزې تنظیمي جګړو کابل ښار پر کنډواله بدل او د ځینو ریپوټونو له مخې شاخوا ۶۰ زره کابل ښاریان په کې ووژل شول. د طالبانو واکمنۍ له ړنګېدو وروسته له حزب اسلامي پرته د هغو جګړو نور ټول ښکېل اړخونه په دولتي واک کې شریک شول؛ سره له دې چې کله نا کله د بشري حقونو دفاع کورنۍ او بهرنۍ ډلې د انتقالي عدالت غږ پورته کوي، خو تراوسه په دې لار کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.