افغان کرکټ بورډ په رسمي توګه اعلان وکړ، چې له ټپونو روغ شوی تیزبالرحمید حسن پرون په سکاټلینډ کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی.
دیادونې وړ ده، چې حمید حسن د پښې ټپونو له کبله د درملنې په موخه هندوستان ته لیږل شوی وو، خو د ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام ټاکنیز پړاو سیالیو لوبولو له پاره سکاټلینډ ته رسیدلی دی.
ویل کیږي، چې حمید حسن د روانې جولای میاشتې په ۴ مه نیټه په هندوستان کې د خپلې درملنې پرمهال (ټیسټ) ورکړې چې ورته د ډاکټرانو له خوا د لوبېدو اجازه هم ورکړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ خبرپاڼې په خپله رسمي فیسبوک پاڼې د خپل عمومي مشر( چیرمین ) نسیم الله دانش له خولې لیکلي ،چې حمید حسن به د نړېوال جام په یو شمېر مهمو ټاکنیزو سیالیو کی ولوبیږي.
کرکټ بورډ تیره اونۍ د حمید حسن په نه شتون کې له ملي لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو له ډلې فرید ملک ملي لوبډلې سره دانګلستان تمریني کمپ ته لیږلی وو، چې تراوسه له ملي لوبډلې سره دی.
له دې وړاندې افغان کرکټ بورډ ویلي وو، چې سکاټلینډ ته د حمید حسن په رسېدو سره به د انګلستان تمریني کمپ وروسته ځوان فرید ملک بېرته افغانستان ته راستون شي، خو تراوسه داسې نه دي شوي.
داسی هم ویل شوي، چې د ویسټ انډيز په کوربتوب د کرکټ نړېوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د ګډون وروسته د کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزی هم له افغان کرکټ ملي لوبدلې سره یوځای شوی.
ویل کیږي، چې له کرکټ ملي لوبډلې سره د څوو ورځو تیرولو وروسته ښایي اجرایوي رییس شفیق الله ستانکزی له ځوان فرید ملک سره ډیر ژر بیرته افغانستان ته راستون شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ بورډ ۲۰ اوریزه نړېوال جام ټاکنیز پړاو سیالیو ته په افغان لوبډله کې حمید حسن په ۱۵ کسیزه لوبډله کې او فرید ملک د عثمان غني او کریم صادق ترڅنګ په ۳ احتیاطي لوبغاړو کې اخیستی وو.
افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو په لومړۍ تمریني سیالۍ کې نن له جرسي لوبډلې سره لوبه کوي.