کرکټ بورډ اخر هم د لغمان مېشتو غوښتنه ومنله

افغان کرکټ بورډ نن (دوشنبه) د ختیځ زون په لغمان ولایت کې د یو معیاري کرکټ لوبغالي د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

په همدې موخه د افغانستان د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش او محمد شفیق ودانیز شرکت ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش رسنیو سره په خبرو کې وویل ، چې د لغمان کرکټ لوبغالی به په ۳۰ جریبه ځمکه کې په راتلونکو ۸ میاشتو کې جوړ او د لوبو له پاره به چمتو شي.

کرکټ بورډ وایي، چې د دغه لوبغالي ټول لګښت د افغانستان کرکټ بورډ له بودیجې ورکول کیږي، چې د دې لوبغالي په جوړولو سره به په دې ولایت کې د کرکټ لوبغاړو ستونزې حل شي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش زیاته کړه، چې دوی د هېواد په هر ولایت کی د کرکټ ودانیزو چارو ته ټټر وهي.

په همدې حال کې د محمد شفیق ودانیز شرکت مشر محمد شفیق په خبري غونډه کې وویل، چې د لغمان کرکټ لوبغالی به په معیارونو برابر یو لوبغالی جوړ کړي.

افغان کرکټ بورډ تېره میاشت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې هم د کرکټ دویم لوبغالي جوړولو له پاره ځمکه ترلاسه کړه او هم یې په یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرکټ لوبغالو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي دي.

لغمان ولایت د افغانستان په کورني کرکټ کې رغنده رول لري، چې یو شمېر لوبغاړي یې د هېواد په ملي کرکټ لوبډلو کې لوبېدلې دي خو په کور د ننه یې د لوبو له پاره منظم لوبغالې نه لاره.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام