د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، چې سږکال د زعفرانو د کښت ځمکه له ۱۰۰۰ هکټارو ۲۸۰۰هکټارو ته پراخه شوې ده، چې د کرنې په برخه کې تیر کال ته په کتو سره ۲۵۰ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
د یاد وزارت وزیراسدالله ضمیر د دوشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د نورو کلونو په پرتله سږکال د زغفرانو کښت ډير شوی دی.
ضمیر وایي، چې تیر کال د هیواد کروندګرو ۳ نیم میلونه ټنه او سږکال یې ۶ میلون ټنه زعفران لاس ته راوړي دي، چې د افغانستان اقتصاد ته به د تولید په برخه کې ۱۵ میلونه ډالر ګټه ورسوي.
نوموړي زیاته کړه، چې پخوا په ۱۰۲۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل کیدل خو سږکال په ۱۷۹۰ هکټاره ځمکه کې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې زعفران کرل کیږي، چې په دې سره د زغفرانو د کښت په ساحه کې کې ۷۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
"موږ په ۱۴ کلونو کې ۱۰۲۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل؛ یوازې په یوکال کې مو په ۱۷۹۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرلي دي، چې د زعفرانو ټوله کرنیزه ځمکه ۲۸۱۰ هکټاره ته رسیږي چې دا د زعفرانو د کښت په ساحه کې ۲۵۰ سلنه ډیروالی ښکاره کوي."
ضمیر د زعفرانو د کښت د ډیروالي لاملونه له کروندګرو د حکومت مالي او تخنیکي ملاتړ، د زعفرانو د اخیستلو له پاره د غربي هیوادونو لیوالتیا او له چین هیواد سره د افغانستان د زعفرانو د اخیستلو په اړه د هوکړه لیک لاسلیکول بولي. دی وایي دا هغه لاملونه دي چې خصوصي سکتور ېې هم دې ته لیواله کړی، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
هغه وویل، چې د زعفرانو د کښت ډیروالی د دې لامل شوی چې سږکال ۲۰۰۰ کورنیو ته پکې کار ورکړل شوی چې اوس ټولې ۳۰۰۰ کورنۍ د زعفرانو په کښت کې کار کوي.
په افغانستان کې له ۲۳ کلونو راپدیخوا زعفران کرل کیږي، خو په لومړي ځل زعفران د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې کرل شوي وو، چې بیا وروسته په نورو ولایتونو کې هم وکرل شول.