کرزی: د افغان کرکټ لوبغاړو د ویزو ستونزه به ډېر ژر حل شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د افغانستان کرکټ بورډ له چارواکو سره په لیدنه کې د عربي اماراتو د ویزو د ستونزې د هواري ټټر وواهه.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له ښاغلي کرزي څخه دهغه په د فتر کې د لیدنې پرمهال وغوښتل ترڅو د افغان لوبغاړو په وړاندې د عربي اماراتو د ویزو ستونزه جدي ونیسي.

خبرپاڼې لیکلي دي چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو له پاره د عربي اماراتو د ویزو بهیر ډېر ستونزمن دی او باید ورته د حل لارې پیدا شي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، چې حکمت خلیل کرزي له افغان کرکټ بورډ چارواکو سره ژمنه وکړه، چې د افغانستان کرکټ لوبغاړو لپاره به د عربي اماراتو ویزو د ستونزو په اړه له ټولو اړینو لارو چارو کار واخلي ترڅو په راتلونکي کې د کرکټ ملي لوبډله د ویزو له ستونزو سره مخ نه شي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي افغان کرکټ بورډ چارواکو ته د هندوستان کرکټ بورډ چارواکو سره د خپلې لیدنې په اړه هم معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې خلیل کرزي تېره اونۍ هندوستان ته په خپل سفر کې د هندوستان کرکټ بورډ سکرترجنرال انوراګ ټاکر سره ولیدل او ورسره یې د راتلونکي ۲۰۱۶ ز کال نهم پړاو (ای پي ایل) سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د افغانستان لوبغاړو ته د چانس ورکولو په اړه خبرې وکړې.

که څه هم څو میاشتې مخکې د کرکټ بورډ همدغو چارواکو له حکمت خلیل کرزي سره د شاپورځدران او نوروزمنګل د عربي امارتو د ویزو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې او د حل کیدو ژمنې یې ترلاسه کړې وې، خو نه یواځې د دغو دواړو لوبغاړو د ویزو ستونزه حل نه شوه، بلکې تیره اونۍ د عربي اماراتو ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په سفر کې ۷ نورو لوبغاړو ته هم د عربي اماراتو ویزې ورنه کړل شوې او د عربي اماراتو له سفر څخه پاتې شول.

په دې لوبغاړو کې د پخواني کپتان نبي عیسی خېل ترڅنګ چې اوس د بنګله دېش سوداګریزو سیالیو کې لوبیږي جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، نوازخان، راشد ارمان شینواری، نسیم بړیڅ او دولت ځدران شامل وو چې په ځای یې افغان کرکټ بورډ مجبوره شو ترڅو له لوبډلې کینول شوي او یا هم د شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو لوبغاړي د (پي این جي) کرکټ ملي لوبډلې خلاف ولوبوي.

شارجه کرکټ نړیوال لوبغالی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د بهرنیو لوبډلو د کوربتوب د پاره ځانګړی شوی دی. خو د بېلا بېلو ستونزو له کبله افغان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په خپل کوربتوب هم له نړیوالو سیالیو پاتې کیږي، چې د دې ادراې په مدیریت یې نیوکې زیاتې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام