کارپوهان: د ولسمشر د تېرې ورځې څرګندونې وسله والو ته روښانه پېغام درلود

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ارګ کې د یوې خبري غونډې پرمهال په تنده لهجه وویل، چې په هېواد کې به د جګړې ځواب په جګړه ورکوو او ترڅنګ به يې د سولې هيلې هم ژوندی ساتو.

په همدې اړه کارپوهان وایي، د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې هغو کسانو ته یو روښانه پيغام دی، چې د سولې مخالف او د جګړې د پراخوالي هڅې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه کابل خان تدبیر سلام وطندارته وویل، چې نوي ولسمشر اشرف غني د ثبات ټينګښت له پاره زیاتې هلې ځلې وکړې، خو ګاونډي پاکستان امن راوستو کې کومه مرسته ونه کړه.

تدبیر زیاتوي، ولسمشر غني اړ شو، چې د هېواد و سله وال اعلی قوماند په توګه ورته تندې څرګندونې وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې که هغه داخلي او يا هم بهرني وسله وال وي، نو د ولسمشر روښانه پېغام ورته دا وو، چې جنګ ته په جنګ ځواب ورکول د افغانانو غوښتنه ده.

ښايي د افغان ولسمشر دا شان څرګندونې ګاونډيو هېوادونو په اړه د ده نرم سیاست کې د تغير يوه نښه هم وي.

ځکه جمهور رییس د حکومت له پېل سره سم د سولې خبرې اترې جدې وبللې او د دغې موضوع له پاره ګاونډي هېواد پاکستان ته د خپل ټيم سره يوځای سفر وکړ.

له هغه وروسته اشرف غني نړېوالو په ځانګړي ډول پاکستان ته دا وښودله، چې د افغانستان نوي حکومت کې د دغه هېواد په اړه په بهرني سياست کې تغيرات راغلي.

په لومړيو کې پاکستاني پوځي چارواکي هم څو وارې افغانستان ته رسمي سفرونه درلودل او د افغان حکومت سره يې وعده وکړه، چې په ډېر نژدې وخت کې به مخالف وسله وال حاضر کاندي، څو د افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پېل کړي.

اوس ليدل کيږي، چې د افغان حکومت دغې غوښتنې ته جدي پاملرنه نه ده شوې او پاکستان هم په خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې، نو افغان ولسمشر هم په خپلو تندو لهجو کې ګاونډي هېواد پاکستان ته اشاره ورسوله، چې د دوی په سیاست کې تغيرات راغلي.

بل خوا د ولسي جرګې ځينې غړي وایي، چې د افغانستان رهبران د پېښوڅخه ژر ځان نه خبروي او یاهم د پېښې په اړه معلومات هم لري، خو غوږونه کاڼه اچوي.

د دې جرګې غړی غلام فاروق مجروح وایي، چې ولسمشر اشرف غني دې د جدي څرګندونو ترڅنګ یو غوڅ روښانه سیاست د سولې له پاره هم غوره کړي.

مجروح زياتوي، چې افغان ولسمشر باید قاطع برخورد وکړي، څو د ترهګرو ریښې له منځه لاړې شي.

خو ځينې نور د سیاسي چارو کارپوهان بیا د ولسمشر اشرف غني د تېرې ورځې څرګندونو په اړه په دې باور دي، چې د ولسمشر تندې خبرې د هغه د بې تجربې ښکارندويي کوي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل وایي، په افغانستان کې د سیاست بڼه بدله شوې، ځکه پر وینا یې له ولسي جرګې ځينې وکیلان د شخصي ګټوپه موخه په ارګ تورلګوي، چې له مخالفینو ملاتړکوي او بیا پر وړاندې يې ولسمشر یاهم د مخالفیو پروړاندې تند ځواب ورکوي.

له بل لوري د چارو شنونکي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت سياست او اوسني حکومت ترمنځ لوی توپير په دې کې بولي، چې د کرزي سیاست محافظه کارانه وو او اوس نوی حکومت غواړي د هرې موضوع او معضلې د حل په موخه زړور ګامونه واخلي.

دغه شنونکي په دې هکله د مخالفو وسله والو د سياست او سولې خبرو اترو په اړه د نوي حکومت بې درېغه ګامونه يې ښې بېلګې بولي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام