
د محمدعلي جناح په نوم ۲۰۰ بستریز روغتون چې د پاکستان په مالي مرسته جوړ شوی، نن د کابل په لویدیځه څنډه دشت برچي سیمه کې پرانېستل شو.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د یاد روغتون په پرانستغونډه کې وویل چې اوس پهدغه روغتون کې د داخلې او جراحي څانګې فعالې دي، خو په وینا یې، ډېر ژر به د پښتورګو پیوند او سرطاني ناروغیو درملنه هم پهکې شونې وي.
د فېروز په وینا، پر یاد روغتون ۲۴ میلیونه ډالر لګېدلي چې د پاکستان دولت له لوري ورکړل شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاتوي، په دغه روغتون کې به د کابل او یو شمېر نږدې ولایتونو د ناروغانو درملنه کېږي. هغه وايي، د روغتون د وسایلو اخېستو ترڅنګ، د ډاکټرانو د روزلو چارې هم د پاکستان له لوري ترسره کېږي.
اړوند مطالب:
د لوګر د ولایتي روغتون امکانات کم، خو ناروغان ډېر ورځي
د غزني مالستان اوسېدونکیو په شخصي لګښت ۴۰ بستریز روغتون جوړ کړی

په همدې حال کې د پاکستان د پارلماني چارو وزیر عليمحمدخان چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و وویل، هېواد یې پر دغه روغتون سربېره په لوګر ولایت کې هم د نایب امانالله خان په نوم یو ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړی دی.
ویل شوي د دغه روغتون جوړېدو چارې په بشپړېدو دي، خو لاهم د ناروغانو د درملنې لپاره چمتو نهدی.