د پاکستان ویزې یوشمېر غوښتونکیو په کابل کې د دغه هېواد سفارت مخې ته اعتراض کړی او د سفارت ساتونکي په رشوت اخیستو او د ویزو له غوښتونکیو سره په ناسم چلن تورنوي.
اعتراض کوونکي وايي، دوی د پاکستان ویزې اخیستو لپاره څو شپې په لیکو کې تېروي، خو د سفارت ساتونکي تر هغې چې پیسې وا نهخلي، هېڅوک د سفارت دننه ته نه پرېږدي.
اعتراض کوونکي میراحمد او باباکابل لوګری وايي، شپې شپې د وېزې اخیستو لپاره د پاکستان سفارت مخې ته تېروي او له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ډالرو رشوت ترې اخلي، خو بیا هم اجازه نه ورکوي چې خپلې وېزې واخلي او په ډنډو یې وهي.
دوی وايي، هغو پولیسو یې هم زړه خوړلی او پر ځای د دې چې د خلکو امنیت وساتي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي، له ۱۰۰ ډالره نیولې تر ۳۰۰ پورې پیسې ترې غواړي.
که څه هم اعتراض کوونکي ادعا کوي چې پولیسو وهلي ټکولي، خو د کابل امنیې قومنداني ویاند فردوس فرامرز په ننني اعتراض کې د پولیسو لاس لرل ردوي او وايي چې د معترضانو ستونزه له پولیسو سره نه، بلکې د سفارت له کارکوونکیو او ساتونکیو سره ده.
موږ وغوښتل چې پهدې اړه د بهرنیو چارو وزارت لیدلوری هم ولرو، خو له ډېرو اړیکو سره سره د هغوی د نظر په اخیستو و نه توانېدو.
دا لومړی ځل نهدی چې په کابل کې د پاکستان سفارت ساتونکي په رشوت اخیستو او د ویزې له غوښتونکیو سره په ناسم چلند تورنېږي، بلکې تر دې وړاندې هم پهدې اړه څو ځله خلکو اعتراض کړی و، خو بیا هم په یاد سفارت کې د خلکو ستونزه نهده حل شوې.